د بابل خلاف د يهوياقيم بغاوت
یهویقیم بغاوت کوي، تالاګران راځي، او متن یې لامل نوموي: د منسی بې ګناه وینه، چې زموږ پلار به یې نه بخښله. نبوکدنصر یروشلم محاصره کوي؛ یهویاکین تسلیمېږي او د افسرانو، کسبګرو او د معبد د سرو زرو سره جلاوطن کېږي. یوازې تر ټولو غریب پاتې کېږي، د یوه تره تر واک لاندې چې نوم یې صدقیاه ته اړول کېږي.
24 1د يهوياقيم په زمانه کښې د بابل بادشاه نبوکدنضر پدې مُلک باندې حمله وکړله؛ يهوياقيم درې کاله د هغۀ نوکرى وکړله، بيا راوګرځېدو او د هغۀ خلاف يې بغاوت وکړو. 2نو زمونږ پلار د هغۀ خلاف د بابل، د ارام، د موآب او د عمون لوټماران راولېږل؛ هغۀ دا د يهوداه د برباد کولو دپاره راولېږل، لکه څنګه چې زمونږ پلار د خپلو نوکرو نبيانو په وسيله فرمائيلى وُو. 3دا د يهوداه سره د زمونږ پلار په حُکم سره وشو، چې هغوئ د ده د مخه لرې کړى د منسى د ګناهونو په سبب، د هر هغه څۀ په سبب چې هغۀ کړى وُو، 4او هم د هغه بېګناه وينې په سبب چې هغۀ تويه کړې وه، ځکه چې هغۀ يروشلم په بېګناه وينه ډک کړے وو چې زمونږ پلار به يې نۀ بخښلو. 5د يهوياقيم د نورو کارونو، د هر هغه څۀ چې هغۀ وکړل، ذکر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې نۀ دے ليکلے شوے؟
6نو يهوياقيم د خپلو پلرونو سره وآرامېدو، او د هغۀ زوئ يهوياکين د هغۀ په ځائ بادشاه شو.
7د مصر بادشاه بيا د خپل مُلک نه بهر رانۀ غلو، ځکه چې د بابل بادشاه د مصر ټوله سيمه نيولې وه، د مصر د نالې نه تر دريائې فرات پورې.
8يهوياکين چې کله بادشاه شو نو اتلس کلن وو، او هغۀ درې مياشتې په يروشلم کښې بادشاهى وکړله؛ د هغۀ مور نحوشته وه، چې د يروشلم د الناتان لور وه. 9هغۀ هغه کار وکړو چې د زمونږ پلار په نظر کښې بد وو، لکه څنګه چې د هغۀ پلار کړے وو.
يروشلم جلاوطنۍ ته بوتلے شو
10په هغه وخت کښې د بابل د بادشاه نبوکدنضر نوکران يروشلم ته راروان شول، او دا ښار محاصره شو. 11د بابل بادشاه نبوکدنضر پخپله پدې ښار باندې راغلو، کله چې د هغۀ نوکرو محاصره کړے وه. 12د يهوداه بادشاه يهوياکين د بابل بادشاه ته ووتلو، هغه پخپله، د هغۀ مور، د هغۀ نوکران، د هغۀ سردران او د هغۀ درباريان، او د بابل بادشاه هغه قيدى کړو، د خپلې بادشاهۍ په اتم کال کښې. 13هغۀ هلته د زمونږ پلار د کور او د بادشاه د محل ټول خزانې بوتلل، او د سرو زرو ټول هغه لوښى يې ټوټې ټوټې کړل چې د اِسرائيل بادشاه سليمان د عبادتخانې دپاره جوړ کړى وُو، لکه څنګه چې زمونږ پلار فرمائيلى وُو. 14هغۀ ټول يروشلم جلاوطن کړو، ټول سردران، ټول زورور جنګياليان، لس زره قيديان، او ټول کاريګر او لوهار. يواځې د مُلک غريبان پاتې شول. 15هغۀ يهوياکين بابل ته جلاوطن کړو، د بادشاه مور، د هغۀ ښځې، د هغۀ سردران او د مُلک معتبر خلق سره يې، چې د يروشلم نه يې بابل ته بوتلل. 16د بابل بادشاه ټول اووۀ زره جنګياليان، زر کاريګر او لوهار، چې ټول زورور او د جنګ قابل وُو، بابل ته جلاوطن کړل. 17د بابل بادشاه د يهوياکين تره متنياه د هغۀ په ځائ بادشاه کړو، او د هغۀ نوم يې صدقياه کېښودو.
د يهوداه په مُلک کښې د صدقياه بادشاهى
18صدقياه چې کله بادشاه شو نو يوويشت کلن وو، او هغۀ يوولس کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړله؛ د هغۀ مور حموطل وه، چې د لبناه د يرمياه لور وه. 19هغۀ هغه کار وکړو چې د زمونږ پلار په نظر کښې بد وو، لکه څنګه چې يهوياقيم کړے وو. 20د زمونږ پلار د غضب په سبب، دا ټول څۀ په يروشلم او يهوداه کښې وشول، ترڅو چې هغۀ هغوئ د خپل مخ نه لرې کړل. بيا صدقياه د بابل د بادشاه خلاف بغاوت وکړو.