چاپ شوی

دوېم تاريخ 15 FHB Father's Heart Bible™

په لومړي فرمایش ۱۵٪ تخفیف →
کتاب

عزرياه د پلار له طرف نه پيغام راوړى

عزریا شرطونه راوړي: زموږ پلار له تاسو سره دی تر هغه چې تاسو له هغه سره یاست؛ هغه ولټوئ او هغه به ومومئ. آسا زړه ښه کوي، بتان پاکوي، قربانګاه بیا جوړوي، او خلک په ټول زړه تړون کوي — او له هرې خوا ورته ارام ورکول کیږي.

څپرکی 15.

د زمونږ پلار روح د عوديد په زوئ عزرياه باندې نازل شو. هغه د آسا سره د ليدو دپاره ووتو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”اے آسا او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما واورئ: زمونږ پلار تر هغه وخته پورې ستاسو سره دے چې تاسو د هغۀ سره يئ. کۀ تاسو هغه لټوئ، نو هغه به ومومئ؛ خو کۀ تاسو هغه پرېږدئ، نو هغه به تاسو پرېږدى. د اوږدې مودې دپاره اِسرائيل د پلار نه بغير، د ښوونکى اِمام نه بغير او د شريعت نه بغير وو. خو کله چې هغوئ په خپله تنګسه کښې د اِسرائيل خُدائ پاک، زمونږ پلار ته راوګرځېدل او هغه يې ولټولو، نو هغه يې وموندلو. په هغه وختونو کښې نۀ راتلونکے او نۀ تلونکے په سلامتۍ کښې وو، ځکه چې په ټولو ملکونو کښې اوسېدونکى خلق په لوئ اضطراب اخته وُو. يو قوم به بل قوم ماتولو او يو ښار به بل ښار ماتولو، ځکه چې زمونږ پلار هغوئ په هر قسم تنګسه کښې اخته کړل. خو تاسو مضبوط اوسئ؛ زړۀ مۀ ماتوئ، ځکه چې ستاسو د کار اجر به درکړے شى.“

کله چې آسا دا خبرې، يعنې د نبى عوديد نبوت واورېدل، نو زړۀ يې قوى شو او هغۀ د يهوداه او بنيامين د ټول ملک نه او د اِفرائيم په غرنى علاقه کښې له هغو ښارونو نه چې هغۀ نيولى وُو، نفرت ناک بتان لرې کړل. او هغۀ د خپل خُدائ د کور د دروازې مخکښې د پلار قربان‌ګاه بيا جوړه کړه. هغۀ د يهوداه او بنيامين ټول خلق او د اِفرائيم، منسى او شمعون هغه کسان چې د هغوئ په مينځ کښې اوسېدل راغونډ کړل، ځکه چې کله هغوئ وليدل چې زمونږ پلار د آسا سره دے، نو د اِسرائيل نه ډېر خلق هغۀ ته راغلل. هغوئ د آسا د بادشاهۍ د پنځلسم کال په دريم مياشت کښې په يروشلم کښې راغونډ شول. په هغه ورځ هغوئ د لوټ شوى مال نه زمونږ پلار ته قربانى وکړه—اوه سوه غوايان او اوۀ زره ګډې. هغوئ لوظ وکړو چې د خپلو پلرونو خُدائ پاک، زمونږ پلار په خپل ټول زړۀ او په خپل ټول روح سره ولټوى. څوک چې به د اِسرائيل خُدائ پاک، زمونږ پلار نۀ لټولو، هغه به وژلے کېدو، کۀ وړوکے وى کۀ لوئ، کۀ نر وى کۀ ښځه. هغوئ په اوچت آواز، په چغو، او د بيګلو او ښکرونو په آواز سره زمونږ پلار ته قسم وخوړو. د يهوداه ټولو خلقو په دې قسم باندې خوشحالى وکړه، ځکه چې هغوئ په خپل ټول زړۀ قسم وخوړو، په خپله ټوله خوښه يې هغه ولټولو او وموندلو يې. او زمونږ پلار هغوئ ته هر طرف ته آرام ورکړو.

آسا بادشاه خپله مور معکه هم د مور بادشاهې مقام نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيره دپاره يو نفرت ناک بت جوړ کړے وو؛ آسا هغه راغورزولو، ميده يې کړو او د قدرون په وادئ کښې يې وسوزولو. که څه هم د عبادت اوچت ځايونه د اِسرائيل نه لرې نۀ شول، خو د آسا زړۀ په خپل ټول ژوند کښې پوره وفادار پاتې شو. a a v17 د عبادت اوچت ځايونه د غرونو په سرونو جوړ شوى مندرونه وُو چې هلته قربانۍ کولے شوې، ډېر ځله بتانو ته. هغۀ زمونږ د پلار کور ته د خپل پلار وقف شوى شيان او خپل وقف شوى شيان—سپين زر، سره زر او لوښى راوړل. او د آسا د بادشاهۍ تر پنځه دېرشم کال پورې هېڅ جنګ ونۀ شو.