چاپ شوی

اول تِسالونيکيان 5 FHB Father's Heart Bible™

په لومړي فرمایش ۱۵٪ تخفیف →
کتاب

د مالِک ورځ راځى

هغه ورځ لکه غل راځي، خو هغوی په دې اړه په تیاره کې نه دي، نو ویښ او هوښیار اوسئ. پای یوه چټکه لړۍ ده: د خپلو مشرانو درناوی وکړئ، زړه تنګو ته تسلي ورکړئ، صبر وکړئ، خوشحاله اوسئ، دعا وکړئ، شکر وباسئ، هر څه وازمویئ، او په هغه څه ټینګ ونیسئ چې ښه دي.

څپرکی 5.

اوس، اے وروڼو او خوېندو، د وختونو او زمانو په حقله تاسو ته د ليکلو هيڅ ضرورت نشته. تاسو پخپله ښۀ پوهېږئ چې زمونږ د مالِک عيسىٰ ورځ به داسې راشى لکه څنګه چې غل په شپه کښې راځى. کله چې خلق وائى چې، ”سلامتى او امن دے،“ نو ناڅاپه به پرې تباهى راشى، لکه څنګه چې په حامله ښځه باندې د زېږون درد راځى، او هغوئ به بچ نۀ شى. خو اے وروڼو او خوېندو، تاسو په تيارۀ کښې نۀ ياست چې هغه ورځ دې پر تاسو د غل په شان ناببره راشى. تاسو ټول د رڼا بچى او د ورځې بچى ياست؛ مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارۀ. نو بيا، راځئ چې د نورو په شان ويده نۀ شُو، بلکې ويښ او هوښيار پاتې شُو. ځکه چې څوک چې ويده کيږى، هغوئ په شپه کښې ويده کيږى، او څوک چې نشه کوى، هغوئ په شپه کښې نشه کوى. خو چونکې مونږ د ورځې يُو، نو راځئ چې هوښيار اوسُو، او د سينې د زغرې په شان ايمان او مينه واغوندُو، او د خلاصون اُميد د خولۍ په شان. ځکه چې زمونږ پلار مونږ د قهر دپاره نۀ يُو ټاکلى، بلکې دې دپاره چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله خلاصون ومومُو، هغه چې زمونږ دپاره مړ شو، دې دپاره چې کۀ ويښ يُو او کۀ ويده، مونږ د هغۀ سره يو ځائ ژوندون وکړُو. نو ځکه يو بل ته حوصله ورکوئ او يو بل جوړوئ، لکه څنګه چې تاسو کوئ.

د رڼا د بچو په شان ژوند کول

اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو نه غوښتنه کوُو چې کوم کسان ستاسو په مينځ کښې سخت محنت کوى، او په مالِک کښې ستاسو مشرى کوى او تاسو ته نصيحت کوى، د هغوئ عزت وکړئ. د هغوئ د کار په وجه د مينې سره د هغوئ ډېر زيات درناوے وکړئ. يو بل سره په سلامتۍ کښې ژوند وکړئ.

اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته نصيحت کوُو چې، سُست کسانو ته نصيحت وکړئ، بې‌زړو ته تسلى ورکړئ، کمزورو سره مدد وکړئ، او د ټولو سره صبر وکړئ. خيال ساتئ چې هيڅوک د بدۍ بدله په بدۍ سره هيچا ته ورنۀ کړى، بلکې تل د يو بل او د ټولو دپاره د نيکۍ طلبګار اوسئ.

تل خوشحالى کوئ، بغير له کوم ودانه دُعا کوئ، په هر څۀ کښې شکر ادا کوئ؛ ځکه چې ستاسو په حق کښې په عيسىٰ مسيح کښې د زمونږ پلار رضا دا ده. روحُ القُدس مۀ مړ کوئ. د پېشګويانو سپکاوے مۀ کوئ، بلکې هر څۀ وازمائئ؛ څۀ چې ښۀ وى هغه ټينګ ونيسئ. د هر قسم بدۍ نه ليرې اوسئ.

د سلامتۍ زمونږ پلار دې پخپله تاسو ته بالکُل پاکوالے درکړى، او ستاسو ټول روح، نفس او بدن دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په راتلو کښې بې‌ګناه وساتلے شى. هغه چې تاسو بلى، وفادار دے؛ هغه به دا خامخا پوره کړى.

اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ.

ټولو وروڼو او خوېندو ته د پاک مچ سره سلام ووايئ. زۀ تاسو ته د مالِک په حضور کښې حُکم کوم چې دا خط ټولو وروڼو او خوېندو ته واورولے شى.

زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې ستاسو سره وى.