زمونږ پلار ته وقف شوى
د یوولسو فصلونو دلیلونو وروسته، هغه ځواب چې غوښتل کېږي یو بدن دی — عادي ژوند چې زموږ پلار ته وړاندې شي، یو ذهن چې له سره روزل کېږي نه دا چې د زمانې په قالب کې واچول شي. بیا جزئیات: خپله اصلي ډالۍ وکاروه، بې له ریا مینه وکړه، ځورونکو ته برکت ورکړه، له غچ ډډه وکړه، پر بدۍ په نېکۍ غالب شه.
12 1نو اے وروڼو او خوئندو، د زمونږ پلار د رحم په واسطه زۀ تاسو ته منت کوم چې خپل بدنونه ژوندى قربانى په توګه وړاندې کړئ، چې پاک وى او هغۀ ته خوښ وى، دا ستاسو حقيقى او معقول عبادت دے. 2د دې زمانې په شکل مۀ جوړېږئ، بلکې د خپل ذهن په نوى کولو سره بدل شئ، دې دپاره چې د زمونږ پلار رضا معلومه کړئ، چې ښه، خوښ او کامله ده.
3هغه فضل چې ما له راکړے شوے دے، د هغې په واسطه زۀ تاسو هر يو ته وايم چې هر څوک دې د خپل ځان په حقله د اندازې نه زيات لوړ خيال ونۀ کړى، بلکې هر دې داسې سوچ کوى چې د هغۀ ايمان د هغې اندازې مطابق وى چې زمونږ پلار ورته ورکړے دے. 4لکه څنګه چې په يو بدن کښې ډېر غړى دى، او د ټولو غړو کار يو شان نۀ دے، 5هم هغه شان مونږ هم، که څۀ هم ډېر يُو، خو په مسيح کښې يو بدن يُو، او مونږ هر يو د نورو سره تعلق لرو. 6هغه فضل مطابق چې مونږ له راکړے شوے دے، زمونږ نعمتونه بېل بېل دى، کۀ د پېشينګوئى وى، نو د خپل ايمان په اندازه دې ترې کار واخستے شى؛ 7کۀ د خدمت وى، نو په خپل خدمت کښې دې وى؛ هغه څوک چې تعليم ورکوى، نو په خپل تعليم کښې دې وى؛ 8هغه څوک چې حوصله ورکوى، نو په حوصله ورکولو کښې دې وى؛ هغه څوک چې ورکوى، نو په سخاوت سره دې ورکوى؛ هغه څوک چې مشرى کوى، نو په محنت سره دې کوى؛ هغه څوک چې رحم کوى، نو په خوشحالۍ سره دې کوى.
9مينه دې رښتينې وى. د بدۍ نه نفرت کوئ؛ د ښيګړې سره دې ټينګ ونيسئ. 10د يو بل سره د وروڼو په شان مينه کوئ. د عزت په ښودلو کښې د يو بل نه مخکښې شئ. 11په جوش کښې کمے مۀ راوړئ، بلکې په روح کښې جوشيلى اوسئ، او د مالِک خدمت کوئ. 12په اُميد کښې خوشحالى کوئ، په مصيبت کښې صبر کوئ، په دُعا کښې لګيا اوسئ. 13د زمونږ پلار په خلقو باندې د هغوئ په ضرورتونو کښې برخه واچوئ؛ د مېلمه پالنې پسې وګرځئ.
14هغه کسانو ته برکت ورکوئ چې تاسو تعقيبوى؛ برکت ورکوئ، او بد رد مۀ وايئ. 15د خوشحالانو سره خوشحالى کوئ؛ د ژړانانو سره وژاړئ. 16د يو بل سره په يووالى کښې ژوند کوئ. غرور مۀ کوئ، بلکې د عاجزانو سره راشئ ودرشئ. د خپلو سترګو په نظر کښې هوښيار مۀ اوسئ. 17هيچا ته د بدۍ په بدل کښې بدى مۀ ورکوئ؛ مخکښې نه د دې فکر کوئ چې د ټولو خلقو په مخکښې هغه کار وکړئ چې د عزت وړ وى. 18کۀ ممکنه وى، نو ترڅو چې ستاسو په وس کښې وى، د ټولو خلقو سره په سلامتۍ کښې ژوند کوئ.
19اے ګرانو، د خپل ځان بدله مۀ اخلئ؛ د زمونږ پلار د غضب دپاره ځائ پرېږدئ. لکه څنګه چې ليکلے شوے دے چې، ”بدله زما ده، زۀ به بدله واخلم، زمونږ پلار فرمائى.“
20بلکې، ”کۀ ستا دُښمن وږے وى، نو هغۀ ته ډوډۍ ورکوه؛ کۀ تږے وى، نو هغۀ ته اوبۀ ورکوه؛ په دې کولو سره به تۀ د هغۀ په سر باندې د اور سکروټې راټولې کړې.“ a a v20 د دُښمن په سر باندې د اور د سکروټو راټولول دا انځوروى چې د ناببره مهربانۍ په وسيله هغه په شرم يا پشيمانۍ کښې ډوبول.
21د بدۍ نه مۀ مغلوبېږئ، بلکې بدى د ښيګړې په واسطه مغلوبوئ.