چاپ شوی
کتاب

هغه په تخت باندې ناست دے

زبور درې ځله تم کېږي چې ووایي: هغه سپېڅلی دی. زموږ پلار، هغه پاچا چې ځمکه لړزوي، له انصاف سره هم مینه لري، او د دې بېلګې موسیٰ، هارون او سموئیل دي — هغه سړي چې هغه د ورېځې له ستنې ځواب ورکړ، وې بښل، او بیا یې هم ترې حساب واخیست.

څپرکی 99.

زمونږ پلار بادشاهى کوى، قومونه دې ولړزيږى! هغه د کروبيانو په سر باندې په تخت ناست دے، زمکه دې ولړزيږى! زمونږ پلار په صيون کښې لوئ دے، هغه د ټولو قومونو نه پورته سرلوړے دے. دوئ دې ستا د لوئ او هيبتناک نوم ثناء وکړى، هغه پاک دے!

زورور بادشاه د انصاف سره مينه کوى. تا برابرى قائمه کړې ده، تا په يعقوب کښې انصاف او صداقت راوستلے دے. زمونږ پلار سرلوړ کړئ، د هغۀ د پښو د کُرسۍ په وړاندې عبادت وکړئ! هغه پاک دے!

موسىٰ او هارون د هغۀ په اِمامانو کښې وُو، او سموئيل د هغو کسانو په ډله کښې وو چې د هغۀ نوم يې بللو. دوئ زمونږ پلار ته آواز وکړو، او هغۀ دوئ ته جواب ورکړو. هغۀ د وريځو د ستن نه دوئ سره خبرې وکړې، دوئ د هغۀ حُکمونه او هغه قانونونه چې هغۀ ورکړل ساتلى وُو.

اے زمونږ پلاره، تا دوئ ته جواب ورکړو، تۀ دوئ دپاره بخښونکے پلار وې، خو بيا هم تا دوئ د خپلو ناکارو کارونو حساب وغوښتو. زمونږ پلار سرلوړ کړئ، او د هغۀ په پاک غر باندې عبادت وکړئ، ځکه چې زمونږ پلار پاک دے!