په لوئۍ کښې ملبوس
دوه شیان نه ښوري: نړۍ او تخت. سېلابونه خپل غږ پورته کوي او څپې یې ټکوي، او زبور ځواب ورکوي چې زموږ پلار په لوړو کې تر څپو ډېر زورور دی — او د هغه احکام هم د هغه د پاچاهۍ په څېر نه خوځېدونکي دي.
څپرکی 93.
93 1زمونږ پلار بادشاهى کوى، هغه په لوئۍ کښې ملبوس دے. زمونږ پلار ملبوس دے، هغۀ ځان په طاقت سره تاو کړے دے. هو، دا دُنيا مضبوطه قائمه ده، دا هيڅکله نۀ شى ښورېدے. 2ستا تخت د پخوا زمانو نه قائم دے، تۀ د ازل نه يې. 3اے زمونږ پلاره، سېلابونه پورته شول، سېلابونو خپل آواز اوچت کړو، سېلابونه خپلې زوروَرې څپې پورته کوى. 4د ډېرو اوبو د غړومبهار نه زيات طاقتور، د سمندر د څپو نه زيات طاقتور، زمونږ پلار په اوچت ځائ کښې طاقتور دے. 5ستا حُکمونه ډېر پخ دى، اے زمونږ پلاره، پاکى ستا کور تل تر تله ښائسته کوى.