چاپ شوی
کتاب

د بيړنى ضرورت فرياد

د موسيقۍ د مشر دپاره. د داؤد. د يادولو دپاره.

پنځه آيتونه خالصه بېړه، نږدې د څلوېښتم زبور د پای تکرار. نه کوم دليل شته او نه د ستونزې بيان — يوازې د «ژر کړه» کلمه، چې يو سړی يې درې ځله خپل پلار ته وايي، هغه سړی چې ځان غريب او محتاج بولي.

څپرکی 70.

اے پلاره، زما د خلاصولو دپاره بيړه وکړه! اے پلاره، زما د مدد دپاره بيړه وکړه! هغه کسان چې ما وژل غواړى، دې شرمنده او رُسوا شى؛ هغه کسان چې زما په تکليف خوشحاليږى، دې بېرته وګرځولے شى او ذليل دې شى. هغه کسان چې وائى، ”وا! وا!“ د خپل شرم په وجه دې بېرته وګرځى.

خو هغه ټول چې تا لټوى، دې خوشحاله او په تا کښې دې خوش شى؛ هغه کسان چې ستا د خلاصون سره مينه لرى، دې تل وائى، ”زمونږ پلار لوئ دے!“ خو زۀ غريب او محتاج يم؛ اے پلاره، ما ته بيړه وکړه! تۀ زما مدد او زما خلاصونکے يې؛ اے پلاره، ځنډ مۀ کوه.