چاپ شوی
کتاب

دوه لارې، دوه منزلونه

زموږ د پلار د خلکو د دعا او سندرو کتاب: یو سل او پنځوس زبورونه د ستاینې، ژړا، شکر او باور، چې د انسان د زړه هر موسم رانغاړي او په صداقت سره زموږ د پلار مخې ته وړاندې شوي دي.

څپرکی 1.

برکت دے پر هغه چا باندې چې د بدکارو په مشوره نۀ ګرځى، او د ګناهګارو په مينځ کښې نۀ ودريږى، او د ملنډى وهونکو په ځائ کښې نۀ کښېنى، بلکې د هغۀ خوشحالى د زمونږ پلار په شريعت کښې ده، او د هغۀ په شريعت باندې هغه د شپې او د ورځې غور کوى. هغه د هغه ونې په شان دے چې د اوبو د نهرونو په غاړه کرلے شوے وى، چې په خپل موسم کښې خپل مېوه راکوى، او د هغې پاڼه نۀ وچيږى، او څۀ چې هغه کوى هغه کامياب کيږى.

بدکار داسې نۀ دى! هغوئ د هغه بوسو په شان دى چې هوا يې الوزوى. ځکه نو بدکار به په عدالت کښې ونۀ دريږى، او نۀ ګناهګار د صادقانو په مجلس کښې. ځکه چې زمونږ پلار د صادقانو د لارې نګهبانى کوى، خو د بدکارو لار به تباه شى.