اے زما بچو، واورئ
یو پلار هغه څه انتقالوي چې د هغه خپل پلار ورته ویلي وو، او څپرکی دا لړۍ تل په نظر کې ساتي. انځورونه یې د لوري په اړه دي: یوه لاره چې د ورځې تر رڼا پورې روښانه کېږي، د هغې لارې په مقابل کې چې دومره تیاره ده چې نه شې لیدلی څه شي ټکر درکړ. خپل زړه وساته، او مخامخ وګوره.
4 1اے زما بچو، د پلار نصيحت ته غوږ ونيسئ؛ پاملرنه وکړئ، او پوهه حاصله کړئ. 2زۀ تاسو ته ښۀ تعليم درکوم، نو زما نصيحت مۀ پرېږدئ. 3ځکه چې زۀ هم د خپل پلار زوئ وم، نازک او د خپلې مور يوازينے ګران. 4هغۀ ما ته تعليم راکړو او ووئيل، ”دې دې ستا زړۀ زما خبرې ټينګې ونيسى؛ زما حُکمونه ساته او تۀ به ژوندے پاتې شې. 5حِکمت حاصل کړه، پوهه حاصله کړه؛ مۀ هېروه، او زما د خولې د خبرو نه مۀ اوړه. 6هغه مۀ پرېږده، او هغه به ستا حفاظت کوى؛ د هغې سره مينه وکړه، او هغه به ستا نګهبانى کوى. 7د حِکمت شروع دا ده: حِکمت حاصل کړه؛ او څۀ چې لاس ته راوړې، په هغو ټولو سره پوهه حاصله کړه. 8هغه قدروه، او هغه به تا اوچت کړى؛ هغه په غېږ کښې ونيسه، او هغه به تا ته عزت درکوى. 9هغه به ستا په سر د فضل تاج کېږدى؛ هغه به تا ته د لوئۍ تاج درکوى.“
10اے زما زويه، واوره، او زما خبرې قبول کړه، او ستا د ژوند کالونه به ډېر وى. 11ما تا ته د حِکمت لاره ښودلې ده؛ ما تا په سمو لارو روان کړے يې. 12کله چې تۀ ګرځې، ستا قدمونه به نۀ ايسارېږى؛ او کله چې تۀ منډه وهې، تۀ به ونۀ لړزېږې. 13نصيحت ټينګ ونيسه، لاس ترې مۀ اخله؛ د هغې ساتنه وکړه، ځکه چې هغه ستا ژوند دے.
14د شريرانو په لار باندې قدم مۀ ږده، او د بدکارانو په لار مۀ ګرځه. 15له هغې نه ځان وساته، په هغې مۀ تله؛ له هغې نه واوړه او تېر شه. 16ځکه چې هغوئ خوب نۀ شى کولے ترڅو چې بدى ونۀ کړى؛ آرام ترې اخستل کيږى ترڅو چې څوک ونۀ غورزوى. 17هغوئ د شرارت ډوډۍ خورى او د ظُلم شراب څښى.
18خو د صادقانو لار د سبا د رڼا په شان ده، چې نوره هم روښانه کيږى تردې چې د ورځې پوره رڼا شى. 19د شريرانو لار د تتې تيارې په شان ده؛ هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ شے يې غورزوى.
20اے زما زويه، زما خبرو ته پام وکړه؛ زما وينا ته په غور سره غوږ ونيسه. 21هغه دې هيچرې ستا د نظر نه ونۀ وځى؛ هغه د خپل زړۀ په ژورو کښې وساته. 22ځکه چې هغه د هغه چا دپاره ژوند دے چې هغه مومى، او د هغوئ د ټول بدن دپاره شفا ده.
23تر هر څۀ مخکښې، د خپل زړۀ ساتنه وکړه، ځکه چې څۀ چې تۀ کوې، هر څۀ له همدې نه رابهيږى. 24کږې خبرې له خپلې خولې نه لرې کړه، او دروغژنې شونډې له ځان نه لرې وساته. 25دې دې ستا سترګې مخامخ ګورى؛ خپل نظر سم ستا په مخکښې ثابت کړه. 26د خپلو پښو د لار په حقله ښۀ غور وکړه، او ستا ټولې لارې به محفوظې وى. 27نۀ ښى لور ته واوړه او نۀ کيڼ لور ته؛ خپله پښه له بدۍ نه لرې وساته.