چاپ شوی
کتاب

هغه مشران چې خپل خلق خوري

تور په خپلو انځورونو کې د آدم خوړنې دی: مشران چې د خپلو خلکو پوستکی باسي او د دېګ لپاره یې ټوټې ټوټې کوي. پېغمبران هر هغه چا ته د سولې وعظ کوي چې ډوډۍ ورکوي؛ زموږ پلار به ځواب ورنه کړي. د دې سړو له امله، صیون به قلبه شي او د معبد غر به ځنګل پاتې شي.

څپرکی 3.

نو ما ووئيل چې، اے د يعقوب مشرانو، د اِسرائيل د کور حاکمانو، واورئ! آيا د انصاف پېژندل ستاسو کار نۀ دے؟ تاسو چې له نيکئ نه کرکه کوئ او له بدئ سره مينه لرئ، چې زما د خلقو نه څرمن شکوئ او د هغوئ د هډوکو نه غوښه؛ چې زما د خلقو غوښه خورئ، د هغوئ څرمن شکوئ، او د هغوئ هډوکى ټوټه ټوټه ماتوئ؛ تاسو هغوئ د ديګ دپاره د غوښې په شان ټوټه ټوټه کوئ، لکه د لوئ ديګ دننه غوښه. بيا به هغوئ زمونږ پلار ته چغې ووهى، خو هغه به ورته جواب ورنۀ کړى؛ هغه به په هغه وخت کښې خپل مخ ترې پټ کړى، د هغه بدئ په سبب چې هغوئ کړې ده.

زمونږ پلار د هغو نبيانو په حقله چې زما خلق بې لارې کوى داسې فرمائى: کله چې هغوئ ته خوراک ورکولے شى، نو ”سلامتى“ وائى، خو چې څوک د هغوئ په خوله کښې څۀ نۀ اچوى، په هغۀ باندې د جنګ اعلان کوى. نو ځکه به په تاسو باندې شپه راشى، بې له رويا نه؛ تياره به ستاسو دپاره وى، بې له غيبګوئى نه. لمر به په نبيانو باندې پرېوځى، او ورځ به په هغوئ باندې تياره شى. غيب ليدونکى به شرمنده شى او فالبينان به رسوا شى؛ هغوئ به ټول خپلې خولې د شرم نه پټې کړى، ځکه چې د زمونږ پلار له لورې جواب نشته.

خو څۀ چې زۀ يم، زۀ په قوت، د زمونږ پلار په روح، او په انصاف او طاقت ډک يم، دې دپاره چې يعقوب ته د هغۀ سرکشى او اِسرائيل ته د هغۀ ګناه اعلان کړم. دا واورئ، اے د يعقوب د کور مشرانو او د اِسرائيل د کور حاکمانو، چې له انصاف نه کرکه کوئ او هر هغه څۀ چې سم وى بګړوئ، چې صيون په وينو تويولو جوړوئ او يروشلم په ناانصافۍ. د هغې مشران د رشوت دپاره فيصله کوى، د هغې امامان د قيمت دپاره ښوونه کوى، او د هغې نبيان د چاندئ دپاره غيب وائى؛ خو بيا هم هغوئ په زمونږ پلار باندې تکيه کوى او وائى چې، ”آيا زمونږ پلار په مونږ کښې نۀ دے؟ په مونږ باندې به هيڅ آفت رانۀ شى.“ نو ځکه ستاسو په سبب به صيون د پټى په شان قلبه کړے شى، يروشلم به د کنډوالو ډېرے شى، او د هيکل غونډۍ به د ونو نه ډکه لوړه شى.