چاپ شوی
کتاب

په ظالمانو افسوس

پیل یې پر هغو خلکو دی چې د شپې ویښ پراته وي او پلان جوړوي چې څنګه پټي او کورونه ونیسي، بیا یې سهار وختي کوي ځکه چې کولی یې شي. هغوی میکاه ته وايي چې وعظ بند کړي. زموږ پلار وايي چې هغه هم د هغوی لپاره یو څه پلان کوي، بیا ناڅاپه ژمنه کوي چې پاتې شوني به د رمې په څېر راټول کړي.

څپرکی 2.

په هغو خلقو افسوس چې د بدۍ منصوبې جوړوى او په خپلو بسترو باندې د بدکارۍ تدبيرونه کوى! د سحر په رڼا کښې هغه عملى کوى، ځکه چې د دې کولو طاقت لرى. هغوئ د پټو حرص کوى او هغه نيسى، او کورونه هم، او هغه وړى. هغوئ په يو سړى او د هغۀ په کور، او په يو کس او د هغۀ په ميراث باندې ظلم کوى.

نو زمونږ پلار داسې فرمائى: وګوره، زۀ د دې کورنۍ په خلاف د آفت تدبير کوم، چې د هغې نه به خپلې څټې نۀ شئ خلاصولے؛ تاسو به خپل سرونه نۀ شئ لوړولے، ځکه چې دا د بدۍ زمانه ده. په هغه ورځ به ستاسو په خلاف طعنه واخلى او په تريخ ماتم سره به ژړا وکړى، او ووائى چې، ”مونږ خو بالکل برباد شو! هغه زما د قوم برخه بدلوى؛ هغه يې زما نه څنګه رانيسى! هغه زمونږ پټې غدار ته وېشى.“ نو ستاسو دپاره به هيڅوک نۀ وى چې د زمونږ پلار په مجلس کښې د پچې په واسطه د ناپ رسۍ وغورځوى. a a v5 د پچې په واسطه د ناپ رسۍ غورځول هغه طريقه وه چې د هغې په وسيله به اِسرائيل خپلو کورنيو ته زمکه وېشله؛ د دې حق له لاسه ورکول د دې مطلب وو چې د جماعت د ميراث نه به دائمى محرومى وه.

پلار دروغژن نبيان چوپ کوى

”وعظ مۀ کوئ!“ هغوئ وعظ کوى. ”هيچا ته نۀ ښائى چې داسې خبرې وعظ کړى؛ رسوائى به مونږ ونۀ نيسى.“

اے د يعقوب کورنۍ، آيا دا بايد ووئيلے شى؟ آيا د زمونږ پلار روح بې صبره دے؟ آيا دا د هغۀ کارونه دى؟ آيا زما خبرې هغه چا ته چې په سمه لار ځى، ښېګړه نۀ راوړى؟

خو اوس نژدې زما بچى د دُښمن په شان پاڅېدلى دى. تاسو قيمتى جامې د هغو خلقو نه وباسئ چې بې خبره تېرېږى، لکه هغه سړى چې د جنګ نه راستنيږى او جنګ يې نۀ غوښتو. تاسو زما د قوم ښځې د هغوئ د ښکلو کورونو نه شړئ؛ د هغوئ د وړو بچو نه زما جلال د تل دپاره اخلئ. پاڅئ او لاړ شئ، ځکه چې دا د آرام ځائ نۀ دے؛ ځکه چې دا ناپاک شوے دے، نو تباهى راولى - يوه سخته تباهى. کۀ چرې داسې سړے چې په دروغو او فريب ژوند تېروى، دروغ ووائى چې، ”زۀ به تاسو ته د شرابو او نشې وعظ وکړم،“ نو هم دغه به د دې قوم دپاره مناسب واعظ وى!

پلار خپل پاتې شوى خلق راغونډوى

اے يعقوب، زۀ به خامخا تاسو ټول راغونډ کړم؛ زۀ به د اِسرائيل پاتې شوى خلق خامخا سره راغونډ کړم. زۀ به هغوئ يو کړم، لکه په ګوله کښې ګډې، لکه د هغوئ د څر ځائ په مينځ کښې يوه رمه - يو داسې ځائ چې د خلقو شور به پکښې وى.

هغه څوک چې لار پرانيزى د هغوئ مخکښې پورته ځى؛ هغوئ ماتوى او د دروازې نه تېريږى، او ترې نه ووځى. د هغوئ بادشاه د هغوئ مخکښې روان دے، او زمونږ پلار د هغوئ په سر کښې دے. b b v13 هغه څوک چې لار پرانيزى، عيسىٰ دے، چې د خپل قوم نه مخکښې ځى ترڅو د کور لار پرانيزى او هغوئ د هر اسارت نه وباسى - د هغوئ بادشاه، او زمونږ پلار د هغوئ په سر کښې.