اول د خپل ځان فيصله وکړئ
مخکې له دې چې د بل د سترګې خځلي ته لاس وروړې، د خپلې سترګې شاه تیر وباسه. وغواړه، درکول کېږي. ښوونکي د هغوی د مېوې له مخې وپېژنه. بیا سخت اوښتون راځي: «ربه، ربه» ویل او حتی معجزې کول د پلار د ارادې له پوره کولو سره یو شان نه دي.
7 1”د بل چا فيصله مۀ کوئ، دې دپاره چې ستاسو فيصله ونۀ شى. 2ځکه چې په کوم فيصلې سره چې تاسو د نورو فيصله کوئ، هم په هغې سره به ستاسو فيصله وشى، او په کوم پېمانه چې تاسو ناپئ، هم په هغه پېمانه به تاسو ته ناپلے شى. 3تۀ د خپل ورور په سترګه کښې خس ولې وينې، خو کوم شهتير چې ستا په خپله سترګه کښې دے هغه نۀ وينې؟ 4يا تۀ څنګه خپل ورور ته وئيلے شې چې، ’پرېږده چې زۀ ستا د سترګې نه خس وباسم،‘ حال دا چې ستا په خپله سترګه کښې شهتير دے؟ 5اے منافقه، اول د خپلې سترګې نه شهتير وباسه، بيا به تۀ صفا وينې چې د خپل ورور د سترګې نه خس وباسې.
6”څۀ چې پاک دى هغه سپيو ته مۀ ورکوئ، او خپل موتۍ د خنزيرانو مخکښې مۀ غورزوئ، هسې نه چې هغوئ يې د پښو لاندې کړى، بيا راوګرځى او تاسو وشکوى.
پلار هغه چا ته ورکوى چې غواړى
7”غواړئ، نو تاسو ته به درکړے شى، لټوئ، نو تاسو به ومومئ، ور وټکوئ، نو تاسو ته به پرانيستے شى. 8ځکه چې هر څوک چې غواړى هغه ته ورکړے شى، او څوک چې لټوى هغه مومى، او څوک چې ور ټکوى هغۀ ته پرانيستے شى. 9ستاسو نه داسې کوم سړے دے چې کۀ د هغۀ زوئ ترې نه ډوډۍ وغواړى، نو هغه به هغۀ ته کاڼے ورکړى؟ 10يا کۀ هغه ماهى وغواړى، نو هغه به هغۀ ته مار ورکړى؟ 11نو کۀ تاسو چې بد يئ، خپلو بچو ته د ښو شيانو ورکول پوهيږئ، نو ستاسو آسمانى پلار به هغه چا ته چې ترې غواړى څومره زيات ښۀ شيان ورنۀ کړى؟
12”نو په هر څۀ کښې، له خلقو سره هم هغه شان سلوک کوئ څنګه چې تاسو غواړئ چې هغوئ له تاسو سره وکړى، ځکه چې شريعت او د نبيانو تعليم همدا دے.
13”د تنګې دروازې نه ننوځئ، ځکه چې هغه دروازه کشاده ده او لار پراخه ده چې هلاکت ته رسوى، او ډېر خلق په هغې کښې ننوځى. 14خو هغه دروازه تنګه ده او لار نرۍ ده چې ژوندون ته رسوى، او لږ خلق هغه مومى.
د خپلې مېوې په وجه پېژندل
15”د دروغژنو نبيانو نه خبردار اوسئ، هغوئ تاسو ته د ګډو په جامو کښې راځى خو دننه بخون لېوۀ دى. 16تاسو به هغوئ د خپلې مېوې په وسيله وپېژنئ. آيا د اغزو نه انګور ټولولے شى، يا د ازغيو نه انجير؟ 17هم په دغه شان، هره ښه ونه ښه مېوه نيسى، خو خرابه ونه خرابه مېوه نيسى. 18ښه ونه خرابه مېوه نۀ شى نيولے، او نۀ خرابه ونه ښه مېوه نيولے شى. 19هره هغه ونه چې ښه مېوه نۀ نيسى، پرې کړے شى او اور ته وغورزولے شى. 20نو ځکه، تاسو به هغوئ د خپلې مېوې په وسيله وپېژنئ.
يواځې هغه څوک چې د پلار رضا پوره کوى
21”هر هغه څوک چې ما ته وائى، ’مالِکه، مالِکه،‘ د زمونږ پلار بادشاهۍ ته به نۀ ننوځى، بلکې هغه څوک چې زما د آسمانى پلار رضا پوره کوى. 22په هغه ورځ به ډېر خلق ما ته ووائى چې، ’مالِکه، مالِکه، آيا مونږ ستا په نوم نبوت نۀ وو کړے، او ستا په نوم مو بدروحونه نۀ وو شړلى، او ستا په نوم مو ډېرې معجزې نۀ وې کړې؟‘ 23بيا به زۀ هغوئ ته صفا ووايم چې، ’ما تاسو هيچرې ونۀ پېژندلئ، اے بدکارانو، زما نه لرې شئ.‘
په ګټه باندې تعمير
24”نو هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او په هغو عمل کوى، هغه به د داسې عقلمند سړى په شان وى چې خپل کور يې په ګټه باندې جوړ کړے وى. 25باران وورېدو، سېلابونه راغلل، بادونه وچلېدل او په هغه کور باندې ولګېدل، خو هغه ونۀ نړېدو، ځکه چې د هغې بنياد په ګټه باندې وو. 26او هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى خو په هغو عمل نۀ کوى، هغه د داسې بېوقوفه سړى په شان دے چې خپل کور يې په شګو باندې جوړ کړو. 27باران وورېدو، سېلابونه راغلل، بادونه وچلېدل او په هغه کور باندې ولګېدل، نو هغه ونړېدو، او د هغې نړېدل ډېر سخت وو.“
28کله چې عيسىٰ دا خبرې پوره کړې، نو ټول خلق د هغۀ په تعليم باندې حېران شول، 29ځکه چې هغه هغوئ ته د داسې چا په شان تعليم ورکوو چې اِختيار يې درلودو، نۀ چې د هغوئ د فقيهانو په شان.