قربانګاه ته بيا راستنېدل
شتمني د ابرام او لوط شپانه سره په شخړه اچوي، نو ابرام خپل وراره ته اجازه ورکوي چې لومړی وټاکي. لوط د اردن خړوبه ناوه اخلي او ورو ورو د سدوم پر لور ځي. ابرام چې څه پاتې دي ورسره پاتې کېږي، او زموږ پلار ورته وايي چې هر لوري ته وګوري: دا ټوله د هغه د اولادې ده.
13 1اِبرام د مِصر نه د نيګب خوا ته روان شو، هغه، د هغۀ بيبى، هر څۀ چې ورسره وُو، او لوط هم ورسره وو. 2اِبرام په څاروو، سپينو زرو او سرو زرو کښې ډېر دولتمند شوے وو. 3هغه د نيګب نه منزل په منزل بيتاېل ته روان شو، هغه ځائ ته چې د بيتاېل او عى په مينځ کښې وو، چرته چې يې مخکښې خېمه لګېدلې وه، 4او چرته چې يې اول قربانګاه جوړه کړې وه. هلته اِبرام د زمونږ پلار نوم ياد کړو. 5لوط چې د اِبرام سره مزل کوو، د هغۀ سره هم رمې، څاروى او خېمې وې. 6زمکه د دوئ د يو ځائ اوسېدو طاقت نۀ لرلو، ځکه چې د دوئ مال ايسار دومره زيات وو چې يو ځائ اوسېدل يې نۀ کېدل. 7د اِبرام د شپنو او د لوط د شپنو په مينځ کښې جګړه پېدا شوه. په هغه وخت کښې کنعانيان او فرزيان په دې مُلک کښې اوسېدل. 8اِبرام لوط ته ووئيل، ”راځه چې زۀ او تۀ، يا زما شپانۀ او ستا شپانۀ جګړه ونۀ کړُو، ځکه چې مونږ وروڼه يُو. 9ايا ټول مُلک ستا په وړاندې نۀ دے؟ مهربانى وکړه، زما نه بېل شه: کۀ تۀ ښى لاس ته لاړ شې، نو زۀ به کيڼ لاس ته لاړ شم، او کۀ تۀ کيڼ لاس ته لاړ شې، نو زۀ به ښى لاس ته لاړ شم.“
10لوط سر پورته کړو او وې ليدل چې د اُردن ټوله ميده د ضُغر پورې هر ځائ ښه اوبۀ خوړلې وه، لکه د زمونږ پلار باغ، لکه د مِصر مُلک. (دا د هغې نه مخکښې وو چې زمونږ پلار سدوم او عموره تباه کړل.). 11لوط د اُردن ټوله ميده د ځان دپاره خوښه کړه او د نمر ختو خوا ته روان شو. دا دواړه يو د بل نه بېل شول. 12اِبرام د کنعان په مُلک کښې اوسېدو، او لوط د ميدې په ښارونو کښې اوسېدو او د سدوم پورې يې خېمې ولګولې. 13د سدوم خلق بدکار وُو، چې د زمونږ پلار په خلاف يې ډېرې ګناهونه کول.
14کله چې لوط د هغۀ نه بېل شو، زمونږ پلار اِبرام ته وفرمائيل، ”چرته چې ولاړ يې، هلته د سر نه پورته کوه: شمال، جنوب، نمر ختو او نمر پرېوتو ته. 15ځکه چې دا ټول مُلک چې تۀ يې وينې، زۀ به تا له او ستا اولاد ته د تل دپاره درکړم. 16زۀ به ستا اولاد د زمکې د دوړو په شان ګرزوم، نو کۀ څوک د زمکې دوړې شمېرلے شى، نو هغه به ستا اولاد هم وشمېرى. 17پاڅه، د دې مُلک اوږدوالے او پلنوالے وګرځه، ځکه چې زۀ يې تا له درکوم.“
18اِبرام خپلې خېمې راواخستلې، لاړو او د حبرون نزدے د ممرے د ونو سره مېشته شو، او هلته يې زمونږ پلار ته قربانګاه جوړه کړه.