د پلار د رضا دپاره تيار
زاړه ملګري خفه کېږي کله چې تاسو ورسره ګډون پرېږدئ، او پطروس وايي چې دا تمه ولرئ. هغه لوستونکو ته وايي چې هوښيار اوسئ، بې شکايته مېلمه پال اوسئ، او هر استعداد چې لرئ وکاروئ. اورين ازمېښتونه عجيب نه دي — قضاوت د زموږ د پلار له خپلې کورنۍ پيلېږي.
4 1نو، څنګه چې مسيح په جسم کښې تکليف وګاللو، تاسو هم په همدغه سوچ باندې ځان مسلح کړئ: څوک چې په جسم کښې تکليف ګالى هغه د ګناه نه خلاص شوے دے. 2نو تاسو خپل پاتې وخت په جسم کښې د اِنسانى خواهشاتو دپاره نه، بلکې د زمونږ پلار د رضا دپاره تېروئ. 3تاسو له دې مخکښې کافى وخت تېر کړے دے چې هغه څۀ مو وکړل کوم چې هغه کسان غواړى چې پلار نۀ پېژنى: په بدکارۍ، شهوت، نشه، بد مجلسونو، د شرابو په محفلونو او په بېشريعته بتپرستۍ کښې ژوند کول. 4دوئ حېران دى چې تاسو نور د دوئ سره په همدغه د بدکارۍ د سېلاب کښې نۀ منډه وهئ، نو ځکه دوئ تاسو ته سپکاوے کوى. 5خو دوئ به هغه چا ته جواب ورکوى څوک چې د ژوندو او مړو د عدالت دپاره تيار دے. 6دا ځکه چې اِنجيل هغه کسانو ته هم تبليغ شو څوک چې اوس مړۀ دى: چې څنګه ټول اِنسانان په جسم کښې عدالت شى هم هغه شان دوئ هم عدالت شول، خو دوئ به په روح کښې داسې ژوند وکړى څنګه چې زمونږ پلار کوى.
7د هر څيز اخير نزدې دے. نو ځکه هوښيار او په ځان قابو وساتئ، دې دپاره چې دُعا وکړلے شئ. 8د ټولو نه زيات، د يو بل سره په زړۀ کښې مينه کول روان وساتئ، ځکه چې مينه د ډېرو ګناهونو پرده پوښوى. 9د يو بل سره بې له ګيلې مېلمستيا وکړئ. 10ستاسو هر يو، کوم نعمت چې مو حاصل کړے دے هغه د نورو د خدمت دپاره استعمال کړئ، د زمونږ پلار د رنګارنګ فضل د ښو امينانو په شان. 11څوک چې خبرې کوى هغه دې داسې خبرې وکړى لکه د زمونږ پلار اصلى کلام چې رسوى. څوک چې خدمت کوى هغه دې په هغه طاقت باندې خدمت وکړى کوم چې هغه ورکوى، دې دپاره چې په هر څيز کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د هغۀ لوئى وى. د هغۀ دپاره دى لوئى او قدرت تل تر تله. آمين.
د پلار په نامه تکليف ګالل
12اے ګرانو، په هغه اورنى آزمېښت حېران مۀ کېږئ کوم چې تاسو ازمائى، لکه تاسو ته چې څۀ عجيبه خبره پېښېږى. 13بلکې هومره خوشحالى کوئ څومره چې تاسو د مسيح په تکليف کښې شريک يئ، دې دپاره چې کله د هغۀ لوئى څرګنده شى نو تاسو هم په ډېره خوشحالۍ خوشحالى وکړئ. 14کۀ تاسو ته د مسيح د نوم دپاره سپکاوے وشى، نو تاسو بختور يئ، ځکه چې د لوئۍ او د زمونږ پلار روح په تاسو باندې آرام کوى. 15په تاسو کښې دې هيڅوک د قاتل، غل، مجرم يا د نورو په کارونو کښې د لاس وهونکى په شان تکليف ونۀ ګالى. 16خو کۀ تاسو د مسيحى په حيثيت تکليف وګالئ، نو مۀ شرمېږئ، بلکې د زمونږ پلار ثناء وکړئ چې تاسو دغه نوم ګرځوئ. 17ځکه چې دا د عدالت وخت دے چې د زمونږ پلار د کور نه به شروع شى؛ کۀ دا زمونږ نه شروع شى، نو د هغه کسانو به څۀ حال وى څوک چې د زمونږ پلار د ښۀ پېغام نافرمانى کوى؟ 18او، ”کۀ صادق په مشکل سره خلاصون مومى، نو د بېدينه او ګناهګار به څۀ حال وى؟“ 19نو بيا، هغه کسان چې د زمونږ پلار د رضا په مطابق تکليف ګالى هغوئ دې نيک کارونه کوى او خپل روحونه دې خپل وفادار خالق ته وسپارى.