پاک اوسئ لکه چې ستاسو پلار پاک دے
لکه څنګه چې د هغوی پلار سپېڅلی دی، سپېڅلی اوسېدل ورځنی کار ښکاري: د حاصل څنډې بېوزلو ته پرېږدئ، کارګر ته په هماغه ورځ مزد ورکړئ، کوڼ ته ښېرا مه کوئ او د ړانده په لار کې خنډ مه ږدئ، په انصاف قضاوت وکړئ، له خپل ګاونډي او پردي سره مینه وکړئ، صادقه تله وساتئ.
19 1زمونږ پلار موسىٰ ته وفرمائيل چې،
2”د اِسرائيل ټول قوم ته ووايه چې، تاسو پاک اوسئ، ځکه چې زۀ، ستاسو پلار، پاک يم.
3”ستاسو نه دې هر يو خپلې مور او خپل پلار ته عزت ورکوى، او زما د سبت ورځې دې وساتى. زۀ ستاسو پلار يم.
4”بتانو ته مۀ ګرځئ او د ځان دپاره د ويلے شوى فلز نه دېوتې مۀ جوړوئ. زۀ ستاسو پلار يم.
5”کله چې تاسو ما ته د سلامتۍ قرباني ورکوئ، نو داسې ئې ورکوئ چې تاسو قبول شئ. 6په کومه ورځ چې ئې ورکوئ هم په هغه ورځ ئې وخورئ، يا په بله ورځ؛ څۀ چې د درېمې ورځې پورې پاتې شى، هغه په اور کښې وسوزوئ. 7کۀ د دې نه څۀ په درېمه ورځ وخوړلے شى، نو دا ناپاک دے او قبول به نۀ شى. 8څوک چې ئې وخورى هغه به د خپلې ګناه ذمه وار وى، ځکه چې هغۀ هغه شے ناپاک کړو چې ما له پاک وو؛ هغه سړے به د خپلو خلقو نه بېل کړے شى. a a v8 ”د خلقو نه بېل کول“ د دې مطلب دے چې د لوظ د جماعت نه دپاره تل لرې کول، چې په کښې د خُدائ پاک د عذاب اشاره شته.
9”کله چې تاسو د خپلې زمکې فصل رېبئ، نو تر د پټى څنډو پورې ئې مۀ رېبئ او د خپل فصل پاتې شوى وريزې مۀ راټولوئ. 10د خپل انګورو باغ بالکل مۀ رېبئ او د هغې غورځېدلى انګور مۀ راټولوئ. هغه د غريبانو او د پردو دپاره پرېږدئ. زۀ ستاسو پلار يم.
11”غلا مۀ کوئ؛ دوکه مۀ کوئ؛ يو بل ته دروغ مۀ وايئ.
12”زما په نوم دروغجن قسم مۀ خورئ چې د خپل پلار نوم ناپاک کړئ. زۀ ستاسو پلار يم.
13”په خپل ګاونډى باندې ظلم مۀ کوئ او هغه مۀ لوټوئ. د مزدور مزدورى تر سبا پورې له ځان سره مۀ ساتئ.
14”کوڼ ته بد رد مۀ وايئ او د ړوند په مخ کښې د ښوئېدو شے مۀ ږدئ، بلکې د خپل پلار نه ووېرېږئ. زۀ ستاسو پلار يم.
15”په خپلو فيصلو کښې انصاف مۀ خرابوئ. نه د غريب طرفدارى کوئ او نه د لوئ لحاظ ساتئ، بلکې د خپل ګاونډى صحيح انصاف کوئ.
16”د خپلو خلقو په مينځ کښې بهتان مۀ خورئ، او کله چې ستا د ګاونډى ژوند په خطره کښې وى نو بې کاره مۀ ولاړ اوسئ. زۀ ستاسو پلار يم.
17”په خپل زړۀ کښې د خپل ورور نه نفرت مۀ کوئ؛ خپل ګاونډى ته په ښکاره نصيحت وکړئ، دې دپاره چې د هغۀ په سبب ګناه ونۀ کړئ. 18له خپلو خلقو نه بدله مۀ اخلئ او کينه مۀ ساتئ، بلکې له خپل ګاونډى سره لکه له ځان سره مينه کوئ. زۀ ستاسو پلار يم.
19”زما حُکمونه وساتئ. خپل څاروى د بل قسم سره مۀ جوړوئ. خپل پټے په دوه قسمه تخم مۀ کرئ، او د دوه قسمه څيزونو نه جوړ کالے مۀ اغوندئ.
20”کۀ کوم سړے له داسې وينځې سره هم بستره شى چې د بل سړى دپاره وټاکلے شوے وى، او هغه نه بيرته اخستے شوے وى او نه ازاده کړے شوے وى، نو تحقيقات په کار دى. دوى دې قتل نۀ کړے شى، ځکه چې هغه ازاده نۀ وه. 21هغه دې خپله د ګناه قرباني ما ته راوړى، د ملاقات د خيمې په دروازه کښې - د ګناه د قربانۍ دپاره يو ګډ. 22امام به د هغۀ دپاره زما په مخکښې د ګناه د قربانۍ په ګډ سره کفاره وکړى، د هغې ګناه دپاره چې هغۀ کړې وه؛ او د هغۀ هغه ګناه به معاف کړے شى چې هغۀ کړې وه.
23”کله چې تاسو هغه ملک ته ننوځئ او د خوراک کومه ونه کېنوئ، نو د هغې مېوه حرامه وګڼئ. درې کاله به دا تاسو ته حرامه وى؛ دا مۀ خورئ. 24په څلورم کال کښې به د هغې ټوله مېوه پاکه وى، ما ته د ثنا قرباني. 25خو په پنځم کال کښې تاسو د هغې مېوه خوړلے شئ، دې دپاره چې تاسو له زياته مېوه راکړى. زۀ ستاسو پلار يم.
26”هېڅ داسې شے مۀ خورئ چې وينه پکښې وى. فالونه مۀ ګورئ او د شکونونو تعبير مۀ کوئ.
27”د خپل سر په څنډو کښې وېښتان ګردۀ مۀ خرئ او د خپلې ږيرې څنډې مۀ خرابوئ. b b v27 دا غوڅونه د بېدينه ماتم او هغه مذهبي رواجونو نښه وه چې اِسرائيل ته د هغو نقل کول روا نۀ وو.
28”د مړو دپاره خپل بدن مۀ غوڅوئ او په ځان باندې نقشونه مۀ کوئ. زۀ ستاسو پلار يم.
29”خپله لور په قحبه ګرځولو سره ناپاکه مۀ کوئ، ګنې ملک به په بدکارۍ اوړى او په بې حيائۍ ډک شى.
30”تاسو به زما د سبت ورځې ساتئ او زما د عبادت ځائ ته عزت کوئ. زۀ ستاسو پلار يم.
31”جادوګرو او د مړو سره خبرې کوونکو ته مۀ ګرځئ؛ د هغوئ په وسيله د ناپاکېدو کوشش مۀ کوئ. زۀ ستاسو پلار يم.
32”د سپين ږيرى په مخکښې ودرېږئ او د بوډا عزت وکړئ. د خپل پلار نه ووېرېږئ. زۀ ستاسو پلار يم.
33”کله چې کوم پردے ستاسو په ملک کښې ستاسو په مينځ کښې اوسېږى، نو له هغۀ سره بد سلوک مۀ کوئ. 34هغه پردے چې ستاسو په مينځ کښې اوسېږى، هغه دې ستاسو دپاره لکه خپل وطنى وى، او له هغۀ سره لکه له ځان سره مينه کوئ، ځکه چې تاسو هم په مصر کښې پردى وئ. زۀ ستاسو پلار يم.
35”تاسو به په انصاف، او د اوږدوالى، د وزن يا د مقدار په پېمائش کښې هېڅ غلطى نۀ کوئ. 36ستاسو تراز صحيح وى، وزنونه صحيح، د غلې پېمانه صحيح، د مايع پېمانه صحيح وى. زۀ ستاسو پلار يم، چې تاسو مې د مصر د ملک نه راوويستلئ.
37”زما ټول قانونونه او زما ټول حُکمونه وساتئ، او په هغو عمل وکړئ. زۀ ستاسو پلار يم.“