چاپ شوی
کتاب

پلار د خپلې کورنۍ د بيا بحالولو وعده کوى

هغه خبرې چې د راتلونکي نسل لپاره په کتاب کې لیکل شوې دي. وېره ریښتینې ده او ټپ له هر انساني درمل څخه تېر دی، خو زموږ پلار چې دوی یې ووهل، ژمنه کوي چې پخپله به یې روغ کړي، د دوی له غاړو به جوغ مات کړي، او بیا به د دوی پلار وي.

څپرکی 30.

هغه کلام چې پلار د زمونږ د خوا نه يرمياه ته راغلو:

زمونږ د اِسرائيل پلار داسې فرمائى چې، ټول هغه خبرې چې ما تا ته کړې دى په يوه کتاب کښې وليکه. وګوره، هغه ورځې راروانې دى، پلار فرمائى، چې زۀ به د خپلو خلقو اِسرائيل او يهوداه قسمت بيا بحال کړم، پلار فرمائى، او هغوئ به هغه ملک ته بيا راوستم چې ما د هغوئ پلارونو ته ورکړے وو، او هغوئ به په هغې مالِکى وکړى.

دا هغه خبرې دى چې پلار د اِسرائيل او يهوداه په حقله فرمائيلې:

پلار داسې فرمائى چې، ”مونږ د وېرې چغه واورېده، دهشت وو، سلامتى نۀ وه. اوس پوښتنه وکړئ او وګورئ، آيا نارينه زېږون کولے شى؟ نو زۀ ولې هر زورور سړے وينم چې لاسونه يې د زېږون د درد ښځې په شان په خپلو خېټو باندې دى، او هر مخ زېړ شوے دے؟ هغه ورځ څومره دهشتناکه ده! د هغې په شان بله نشته. دا د يعقوب د تکليف وخت دے، خو بيا به هم هغه د دې نه خلاصى مومى. په هغه ورځ، د آسمان د لښکرو پلار فرمائى، زۀ به ستا د غاړې نه جغ ماتوم او ستا زولنې به شلوم، او پردى به بيا نور هغه غُلام نۀ ساتى. بلکې هغوئ به د زمونږ پلار عبادت کوى، او د خپل بادشاه داؤد چې زۀ به يې د هغوئ دپاره راپاڅوم. نو تۀ مۀ يرېږه، اے زما خادِمه يعقوبه، پلار فرمائى، او اے اِسرائيله، مۀ ګډوډېږه؛ ځکه وګوره، زۀ به تا د لرې نه خلاص کړم، او ستا بچى به د هغوئ د اسيرۍ د ملک نه. يعقوب به بيا سکون او آرام ته راستون شى، او هيڅوک به هغه نۀ وېروى. ځکه چې زۀ ستا د خلاصولو دپاره تا سره يم، پلار فرمائى. که څۀ هم زۀ هغه ټول قومونه بالکل تباه کړم چې په هغوئ کښې مې تۀ خواره کړې وې، خو زۀ به تا بالکل تباه نۀ کړم. خو زۀ به تا په انصاف سره تنبيه کوم، او زۀ به تا بالکل بې سزا پرېنږدم.“

ځکه چې زمونږ پلار داسې فرمائى چې، ”ستا زخم لاعلاجه دے، ستا ټپ سخت دے. ستا د مقدمې دپاره هيڅوک نشته؛ ستا د ټپ دپاره هيڅ دوا نشته، ستا دپاره هيڅ شفا نشته. ستا ټولو مينه کوونکو تۀ هېره کړې يې؛ هغوئ له ستا هيڅ پرواه نشته. ځکه چې ما تۀ داسې وهلې يې لکه څنګه چې دُښمن وهى، د يو ظالم سړى په تنبيه سره، ځکه چې ستا ګناه لويه ده او ستا خطاګانې ډېرې دى. تۀ د خپل زخم په حقله ولې چغې وهې؟ ستا درد لاعلاجه دے. ځکه چې ستا ګناه لويه ده او ستا خطاګانې ډېرې دى، ما دا کارونه تا سره کړل. نو له دې کبله هغه ټول چې تا خورى، هغوئ به وخوړلے شى، او ستا ټول دُښمنان، هر يو يې، اسيرۍ ته به لاړ شى؛ هغه څوک چې تا لوټوى، هغوئ به ولوټلے شى، او هغه ټول چې تا ښکار کوى، زۀ به هغوئ د ښکار په توګه حواله کړم.“ ځکه چې زۀ به ستا صحت بيا بحال کړم او ستا ټپونه به روغ کړم، پلار فرمائى، ځکه چې هغوئ تا ته د ايستلو شوى وئيلى: ”دا صيون دے، د دې پرواه هيڅوک نۀ ساتى.“

زمونږ پلار داسې فرمائى چې، ”وګوره، زۀ به د يعقوب د خېمو قسمت بيا بحال کړم او د هغۀ په کورونو به رحم وکړم؛ ښار به په خپل غونډۍ باندې بيا جوړ شى، او محل به په خپل مناسب ځائ ودريږى. د هغوئ د مينځ نه به د شکرانې او د خوشحالۍ آوازونه راووځى. زۀ به هغوئ ګڼ کړم، او هغوئ به لږ نۀ وى؛ زۀ به هغوئ ته عزت ورکړم، او هغوئ به حقير نۀ وى. د هغوئ بچى به داسې وى لکه څنګه چې د پخوا نه وُو، او د هغوئ جماعت به زما په مخکښې قائم شى، او زۀ به هغه ټول سزا ورکړم چې په هغوئ ظلم کوى. د هغوئ مشر به د هغوئ د خپلو نه يو وى، او د هغوئ حُکمران به د هغوئ د مينځ نه راشى. زۀ به هغه رانزدې کړم، او هغه به ما ته نزدې راشى، ځکه چې نور به څوک دا جُرات کوى چې خپل ژوند په خطر کښې واچوى او ما ته نزدې راشى؟ پلار فرمائى. a a v21 هغه حُکمران چې يواځې هغه زمونږ پلار ته د نزدې کېدو دپاره رانزدې کولے شى، عيسىٰ ته اشاره کوى، هغه څوک چې د خپلو ټولو بچو دپاره پلار ته لار پرانيزى. او تاسو به زما بچى يئ، او زۀ به ستاسو پلار يم.“

وګوره، د زمونږ پلار طوفان! غضب راووتو، يو ګډوډوونکے طوفان؛ دا به د بدکارو په سرونو باندې راوګرځى. د زمونږ پلار سوزوونکے غصه به بيرته نۀ ګرځى تر څو چې هغه د خپل زړۀ ارادې پوره او تکميل نۀ کړى. په راروانو ورځو کښې به تاسو دا پوهه شئ.