چاپ شوی
کتاب

د راتلونکى بربادۍ د پلار نښه

د کتان یوه ملا وستنه، چې وتړل شوه، خښه شوه او بیا وروسته وویستل شوه، ښيي چې د یهودا غرور به څه شي. ورپسې د شرابو هره مشکیزه چې له نشې ډکه ده. یرمیا ورته زارۍ کوي چې مخکې له دې چې تیاره راشي زموږ پلار ته جلال ورکړئ، او کله چې انکار کوي، په پټه ژاړي. پړانګ خپل داغونه نشي بدلولای.

څپرکی 13.

زمونږ پلار ما ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه، د ياڼو يو لنګوټه دپاره ځان له واخله، په خپله مِلا يې وتړه، خو اوبو ته يې مۀ پرېږده.“

نو ما لنګوټه واخستله، لکه څنګه چې زمونږ پلار فرمائيلى وو، او په خپله مِلا مې وتړله.

بيا زمونږ د پلار کلام دوېم ځل ما ته راغلو چې،

”دا لنګوټه چې تا اخستې ده، هغه چې ستا په مِلا ده، واخله، پاڅه، فرات ته لاړ شه، او د ګټې په يوه درز کښې يې پټه کړه.“

نو زۀ لاړم او د فرات په غاړه مې پټه کړه، لکه څنګه چې زمونږ پلار ما ته حُکم کړے وو.

د ډېرو ورځو نه پس زمونږ پلار ما ته وفرمائيل چې، ”پاڅه، فرات ته لاړ شه، او هغه لنګوټه راوړه چې ما درته وئيلى وو چې هلته يې پټه کړې.“

نو زۀ فرات ته لاړم، لنګوټه مې وکنستله، او د هغه ځائ نه مې راواخستله چرته چې ما پټه کړې وه. خو هغه خرابه شوې وه، د هيڅ کار نۀ وه.

بيا زمونږ د پلار کلام ما ته راغلو چې،

”زمونږ پلار داسې فرمائى چې، همدغه شان به زۀ د يهوداه غرور او د يروشلم لوئ غرور برباد کړم. دا بد خلق چې زما د خبرو اورېدلو نه انکار کوى، د خپلو ضدى زړونو پسې روان دى، او د نورو بتانو پسې ګرځى چې د هغوئ عبادت وکړى او هغوئ ته سجده وکړى، د دغې لنګوټې په شان به شى، چې د هيڅ کار نۀ ده. لکه څنګه چې لنګوټه د سړى مِلا پورې نښلى، همدغه شان ما ټول اِسرائيل او ټول يهوداه ځان پورې ونښلول، زمونږ پلار فرمائى، دې دپاره چې زما قوم شى، زما نوم، زما ثناء او زما لوئى شى، خو هغوئ وانۀ ورېدل.

هر مَټ د عذاب نه ډک

”نو هغوئ ته ووايه چې، د اِسرائيل پلار داسې فرمائى چې، هر مَټ به په شرابو ډکيږى. هغوئ به جواب درکړى چې، ’آيا مونږ ته دا نۀ ده معلومه چې هر مَټ به په شرابو ډکيږى؟‘ بيا هغوئ ته ووايه چې، زمونږ پلار داسې فرمائى چې، زۀ به د دې مُلک ټول اوسېدونکى — هغه بادشاهان چې د داؤد په تخت ناست دى، کاهنان، نبيان، او د يروشلم ټول اوسېدونکى — په نشه ډکوم. زۀ به هغوئ يو بل سره ووهم، مور او پلار او بچى يو شان، زمونږ پلار فرمائى. نۀ رحم، نۀ معافى او نۀ ترس به مې د هغوئ د بربادولو نه بند کړى.“

د تيارې راتلو نه مخکښې واورئ

واورئ او غور وکړئ؛ غرور مۀ کوئ، ځکه چې زمونږ پلار فرمائيلى دى. خپل پلار ته لوئى ورکړئ د دې نه مخکښې چې هغه تياره راولى، ستاسو د پښو د ښوَيَدو نه مخکښې په تيارو کېدونکو غرونو باندې؛ تاسو به د رڼا اُميد کوئ، خو هغه به دا په ژوره تياره بدله کړى او دا به بالکل تياره کړى. خو کۀ تاسو وانۀ ورئ، نو زۀ به ستاسو د غرور په وجه په پټه ژاړم؛ زما سترګې به زار زار ژاړى او اوښکې به تويوى، ځکه چې زمونږ د پلار رمه بندى شوې ده. بادشاه او د بادشاه مور ته ووايه چې، خپل ځانونه عاجز کړئ او کښېنئ، ځکه چې ستاسو د لوئۍ تاج ستاسو د سر نه راوغورزېدو. د نجب ښارونه بند دى، او هيڅوک نشته چې خلاص يې کړى. ټول يهوداه جلاوطن کړے شوے دے، بالکل وړے شوے دے. سر اوچت کړئ او هغه کسان وګورئ چې د شمال نه راځى. هغه رمه چرته ده چې تا ته درکړے شوې وه، ستا ښائسته رمه؟ تۀ به څۀ ووايې کله چې زمونږ پلار هغه کسان ستا د حاکمانو په توګه مقرر کړى چې تا په خپله هغوئ د خپلو ملګرو په توګه روزلى وُو؟ آيا تا به داسې دردونه ونۀ نيسى لکه څنګه چې د زېږون په وخت کښې ښځه نيسى؟ او کۀ تۀ د خپل ځان نه پوښتنه وکړې چې، ”دا شيان ولې زما سره وشول؟“ — دا ستا د ګناه د لوئوالى په وجه ده چې ستا لمنې لرې کړے شوې دى او ستا سره بدچلنى شوې ده. آيا يو حبشى خپله څرمن بدلولې شى، او يا يو پړانګ خپل داغونه؟ بيا به تۀ هم ښۀ کار کولے شوې — تۀ چې د بدۍ کولو لپاره روزلے شوے يې. a a v23 کوش د مِصر د جنوب مُلک وو د نيل د پاسنۍ برخې په اوږدو کښې، د اوسنى سوډان او حبشه په علاقه کښې.

زۀ به تا داسې خواره کړم لکه د بوسو په شان چې د دښتې باد يې الوزوى. دا ستا نصيب دے، هغه برخه چې ما تا ته ناپلې ده، زمونږ پلار فرمائى، ځکه چې تا زۀ هېر کړم او په دروغو دې بهروسه وکړو. ”نو زۀ به په خپله ستا لمنې ستا د مخ نه پورته راکاږم، او ستا شرم به ښکاره شى. ستا زناکارى، ستا د شهوت نارې، ستا بې‌شرمه بدکارى — په غرونو او په کُهلو پټو کښې ما ستا کرکجن کارونه وليدل. اے يروشلمه، په تا افسوس! تر کله به پورې تۀ پاک کړے شې؟“