چاپ شوی
کتاب

اِفرائيم په هوا باندې خوراک کوى

د تاریخ یو درس چې د زموږ د پلار د دعوې په توګه کارول کېږي. یعقوب د خپل ورور پونده ونیوله او په بیت‌ئیل کې یې غېږه ونیوله؛ د هغه اولاد اوس د ختیځ باد پسې منډې وهي، له آشور سره تړونونه کوي، او بې‌انصافه تلې کاروي په داسې حال کې چې ټینګار کوي هېڅوک په دوی کې ګناه نه شي موندلای. بېرته راشئ، پر مینه او عدالت ټینګ اوسئ، انتظار وباسئ.

څپرکی 12.

اِفرائيم په هوا باندې خوراک کوى او ټوله ورځ د ختيځ بادِ شا پسې منډې وهى؛ هغوئ دروغ او ظُلم ډېر کوى. هغوئ د اَسور سره لوظ کوى، او د هغوئ تېل مصر ته وړلے شى. زمونږ پلار د يهوداه سره دعوىٰ لرى، او هغه به يعقوب د هغۀ د لارو حِساب ترې اخلى؛ د هغۀ د کارونو مطابق به ورته بدله ورکوى. په نس کښې يې د خپل ورور پوندے ونيولو، او په خپل زور يې زمونږ د پلار سره زورازور وکړو. هغۀ د پاک پيغمبر سره زورازور وکړو او غالب شو؛ هغه وژړل او د هغۀ د مهربانۍ دپاره يې زارى وکړه. په بيتايل کښې يې هغه وموندلو، او هلته يې زمونږ سره خبرې وکړې. د آسمان د لښکرو پلار - زمونږ پلار هغه نوم دے چې په هغې سره هغه يادولے شى. نو تۀ - خپل پلار ته راوګرځه؛ وفاداره مينه او انصاف ټينګ ونيسه، او هر وخت د خپل پلار انتظار کوه.

يو سوداګر چې په لاس کښې يې دروغجنې تلې وى - هغه ظُلم کول خوښوى. اِفرائيم وائى، ”آه، خو زۀ مالدار شوے يم؛ ما خپل ځان دپاره دولت موندلے دے. زما په ټولو محنتونو کښې، هغوئ به په ما کښې هيڅ ګناه ونۀ مومى - داسې هيڅ شے چې په رښتيا ګناه وى.“

”خو زۀ ستا پلار يم، چې تۀ مې د مصر د مُلک نه راوويستلې؛ زۀ به تا بيا په خېمو کښې اوسوم، لکه د مقررې اختر په ورځو کښې. a a v9 مقرر اختر سُکوت (د سيورو اختر) دے، کله چې اِسرائيل د بيابان د کالونو د يادولو دپاره په عارضى خېمو يا جهوپړو کښې اوسېدو. ما پېغمبرانو ته خبرې وکړې؛ دا زۀ وم چې رويتونه مې زيات کړل، او د پېغمبرانو په وسيله مې مثالونه ورکړل.“

کۀ جِلعاد بدکارى وى، نو هغوئ هيچ ته رسېدلى دى؛ په جِلجال کښې هغوئ غوياِن قربانوى - د هغوئ قربان‌ګاهونه هم د پټى په کَندو باندې د تيږو د ډېرو په شان دى. يعقوب د اَرام مُلک ته وتښتېدو؛ هلته اِسرائيل د يوې ښځې دپاره نوکرى وکړه، او د يوې ښځې دپاره يې ګډې وروى څرولې. د يو پېغمبر په وسيله زمونږ پلار اِسرائيل د مصر نه راوويستلو، او د يو پېغمبر په وسيله هغه ساتلے شو. اِفرائيم تريخ غصه راپاروله؛ نو د هغۀ حُکمران پلار به د هغۀ د وينو ګناه په هغۀ باندې پرېږدى او د هغۀ د سپکاوى بدله به ورکړى.