په مسيح کښې آزاد ودرېدل
آزادي هغه څه ده چې مسیح پېرلې، نو پولوس خبرداری ورکوي چې سنت به یې بېرته د ټول شریعت لاندې راولي. خو آزادي بې لګامي نه ده: مینه خدمت کوي، او د نفس کارونه کلیسا ټوټې ټوټې کوي او خلک د زموږ پلار له پاچاهۍ بهر ساتي، په داسې حال کې چې روح مینه، خوښي، سوله او صبر راټوکوي.
5 1مسيح مونږ ته د آزادۍ دپاره آزادى راکړه. نو کلک ودرېږئ، بيا د غلامۍ په جُوغ کښې مۀ ايسارېږئ.
2واورئ، زۀ، پولوس، تاسو ته وايم چې کۀ تاسو سُنت وکړئ، نو مسيح به تاسو ته هيڅ فائده درنۀ کړى. 3زۀ بيا ګواهى ورکوم چې هر هغه سړے چې سُنت قبلوى، هغۀ له پکار دى چې ټول شريعت پوره کړى. 4تاسو چې د شريعت په وسيله د صداقت طلب کوئ، د مسيح نه بېل شوى يئ، تاسو د فضل نه راغورزېدلى يئ. 5ځکه چې مونږ د روحُ القُدس په وسيله، په ايمان سره، د صداقت د اُميد په اِنتظار کښې يُو. 6ځکه چې په مسيح عيسىٰ کښې نۀ سُنت کومه معنىٰ لرى او نۀ بې سُنتوالے، بلکې صرف هغه ايمان چې د مينې په ذريعه کار کوى.
7تاسو ښۀ منډه وهله. چا په لار کښې مخه درنيوله چې د حق فرمانبردارى ونۀ کړئ؟ 8دا تلقين د زمونږ پلار له طرف نه نۀ دے، چې تاسو يې بللى يئ. 9لږ خمير ټولې ګوندې ته خمير ورکوى. 10زۀ په مالِک کښې په تاسو باندې يقين لرم چې تاسو به بل څۀ رايه ونۀ لرئ، او څوک چې تاسو ګډوډوى هغه به د سزا بار اوچتوى، هر څوک چې وى.
11خو اے وروڼو، کۀ زۀ لا تر اوسه د سُنت تبليغ کوم، نو بيا زۀ ولې لا تر اوسه ځورولے کيږم؟ نو بيا خو د سولۍ هغه ټکر ختم شو. 12زما خوښه ده چې هغه کسان چې تاسو بېآرامه کوى خپل ځانونه بيخى غوڅ کړى! a a v12 پولوس چاړه په تيزۍ سره اړوى، کۀ غوڅول همدا مطلب وى، نو د سُنت اُستاذان دې تر آخره لاړ شى.
13اے وروڼو، تاسو د آزادۍ دپاره بلے شوى يئ، خو دا آزادى د جسم دپاره موقع مۀ ګرځوئ، بلکې د مينې په ذريعه د يو بل خدمت کوئ.
14ځکه چې ټول شريعت په يو حُکم کښې پوره کيږى چې، ”تۀ به د خپل ګاونډى سره داسې مينه کوې لکه څنګه چې د خپل ځان سره کوې.“
15خو کۀ تاسو يو بل چيچئ او تېروئ، نو خبردار اوسئ چې د يو بل په لاس هلاک نۀ شئ.
16خو زۀ دا وايم چې د روح مطابق ګرځئ، نو تاسو به د جسم خواهشات پوره نۀ کړئ. 17ګناهګار فطرت هغه څۀ غواړى چې د روح خلاف وى، او روح هغه څۀ چې د ګناهګار فطرت خلاف وى، دا دواړه يو د بل ضد دى، نو تاسو هغه څۀ نۀ کوئ چې غواړئ. 18خو کۀ تاسو د روح په رهنمائۍ سره ګرځئ، نو تاسو د شريعت لاندې نۀ يئ. 19د ګناهګار فطرت کارونه ښکاره دى، يعنې زنا، ناپاکى، بېلحاظه عياشى، 20بُتپرستى، جادوګرى، دُښمنۍ، جګړه، کينه، د غصې راختل، خودغرض خواهشات، تفرقې، ډلبازۍ، 21حسد، نشه، بدمستۍ او داسې نور شيان. زۀ تاسو ته اوس هم خبردارے درکوم لکه څنګه چې مخکښې مې درکړے وو چې څوک داسې کارونه کوى، هغوئ به د زمونږ پلار د بادشاهۍ وارثان نۀ شى.
22خو د روح مېوه مينه، خوشحالى، سلامتى، صبر، مهربانى، نېکى، وفادارى، 23نرمى او ضبط ده. د داسې شيانو خلاف هيڅ شريعت نشته. 24او څوک چې د مسيح عيسىٰ دى، هغوئ خپل ګناهګار فطرت د هغۀ د جذباتو او خواهشاتو سره په سولۍ کوږ کړے دے. 25کۀ مونږ د روح مطابق ژوندون کوو، نو راځئ چې د روح په قدم باندې قدم هم کېږدو. 26راځئ چې مغرور نۀ شو، چې د يو بل غصه راپاروو، او د يو بل حسد کوو.