د پلار د خلقو دپاره لا اُميد شته
شکنیا په لوړ غږ وایي چې لا هم امید شته، او جماعت د ژمي په باران کې راټولېږي چې له زموږ پلار سره تړون وکړي چې پردي ودونه به ختم شي. عزرا سړي ټاکي چې هره قضیه ښار په ښار وڅېړي، او هغه کسان چې بې وفايي یې کړې وه، نومول کېږي.
10 1کله چې عزرا دُعا کوله، اقرار يې کولو، ژړل يې او د زمونږ د پلار د کور په مخکښې پرېوتے وو، نو د اِسرائيلو يوه لويه ټولګه سړى، ښځې او ماشومان هغۀ له راغونډه شوه او خلقو په زارو زارو وژړل. 2بيا شکنياه د يحيئيل زوئ، چې د عيلام د اولادې نه وو، عزرا ته ووئيل چې، ”مونږ د خپل پلار سره بېايمانى کړې ده او د دې ملک د قومونو نه مو بهرنۍ ښځې کړې دى. خو بيا هم د دې هر څۀ سره سره د اِسرائيلو دپاره لا اُميد شته. 3نو اوس راځئ چې د خپل پلار سره لوظ وکړو چې دا ټولې ښځې او د هغوئ بچى لرې کړو، لکه څنګه چې زما مالِک او هغه کسان چې د زمونږ د پلار د حُکم نه رپيږى صلاح راکوى؛ دا دې د شريعت مطابق وشى. 4پاڅه، ځکه چې دا کار په تا باندې دے، او مونږ ستا سره يُو. زړۀ ښۀ کړه او کار وکړه.“
5بيا عزرا پاڅېدو او مشران اِمامان، لاويان او ټول اِسرائيل يې قسم ورکړو چې لکه څنګه فيصله شوې ده هم هغسې به کوى. نو هغوئ قسم وخوړو.
6بيا عزرا د زمونږ د پلار د کور د مخې نه پاڅېدو او د الياسيب د زوئ يهوحنان کوټې ته لاړو، چرته چې يې شپه تېره کړه خو نۀ يې ډوډۍ وخوړله او نۀ يې اوبۀ وڅکلې، ځکه چې هغۀ د جلاوطنو د بېايمانۍ په غم کښې ماتم کولو. 7بيا هغوئ په ټول يهوداه او يروشلم کښې خبر ولېږلو چې ټول راستانه شوى جلاوطن دې په يروشلم کښې راغونډ شى. 8څوک چې په درېو ورځو کښې رانۀ غلو، د سردارانو او مشرانو د فيصلې مطابق به يې ټوله ملکيت ضبط کېدو او د جلاوطنو د ټولګې نه به بهر کړې شو.
9نو د يهوداه او بنيامين ټول سړى په درېو ورځو کښې په يروشلم کښې راغونډ شول د نهم مياشتې په شلمه ورځ. ټول خلق د زمونږ د پلار د کور په مخکښې په ميدان کښې کښېناستل، او د دې معاملې او د سخت باران په وجه رپېدل.
10عزرا اِمام پاڅېدو او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”تاسو بېايمانى کړې ده، چې بهرنۍ ښځې مو کړې دى او د اِسرائيلو ګناه مو زياته کړې ده. 11نو اوس خپل پلار، د خپلو پلارانو خُدائ پاک، ته اقرار وکړئ او د هغۀ رضا پوره کړئ. د دې ملک د قومونو نه او د بهرنيو ښځو نه ځان جدا کړئ.“
12بيا ټولې ټولګې په چغو جواب ورکړو چې، ”هو! لازم دى چې لکه څنګه تا ووئيل هم هغسې وکړو. 13خو خلق ډېر دى، او د باران موسم دے، نو مونږ بهر ودرېدے نۀ شو. دا د يوې يا دوو ورځو کار نۀ دے، ځکه چې مونږ په دې معامله کښې ډېره لويه ګناه کړې ده. 14پرېږده چې زمونږ مشران د ټولې ټولګې دپاره کار وکړى. چا چې زمونږ په ښارونو کښې بهرنۍ ښځې کړې دى، هغه دې په مقررو وختونو کښې د هر ښار د مشرانو او قاضيانو سره راشى، ترڅو چې د دې معاملې په وجه زمونږ د پلار سخت غضب زمونږ نه واوړى.“
15خو يونتن د عساهيل زوئ او يحزياه د تِقوه زوئ د دې خلاف ودرېدل؛ او مِشُلام او شبتى لاوى هغوئ ملاتړ وکړو.
16نو جلاوطنو همدغسې وکړل. عزرا اِمام سړى، د پلارانو د کورونو سرداران، چې هر يو په نوم وو، د هغوئ د پلار د کور دپاره غوره کړل. د لسم مياشتې په اولۀ ورځ هغوئ د معاملې د جاج دپاره کښېناستل، 17او د اولې مياشتې تر اولې ورځې پورې هغوئ د هغو ټولو سړو معامله پوره کړه چې بهرنۍ ښځې يې کړې وې.
هغه کسان چې بېايمانه شوى وُو
18د اِمامانو د زامنو نه چې بهرنۍ ښځې يې موندل شوې وې، دا وُو: د يهوشوع د زوئ يشوع، د يوصادق زوئ، او د هغۀ وروڼه معسياه، الِعزر، يارِب او جدلياه.
19هغوئ ژمنه وکړه چې خپلې ښځې به لرې کړى؛ او چونکې ګناهګار وُو، نو د خپلې ګناه دپاره يې د رمې نه يو ګډ وړاندې کړو.
20د اِمير د زامنو نه: حنانى او زبدياه.
21د حارِم د زامنو نه: معسياه، الياس، شمعياه، يحيئيل او عُزياه.
22د فشحور د زامنو نه: اليوعينى، معسياه، اِسمٰعيل، نتنئيل، يوزبد او اِلعاسه.
23د لاويانو نه: يوزبد، شِمعى، قلايه (يعنې قلِطا)، فتحياه، يهوداه او الِعزر.
24د ساز خوانانو نه: الياسيب. د دروازه ساتونکو نه: شلوم، طلم او اورى.
25او د اِسرائيلو نه: د فروش د زامنو نه رميا، يزياه، ملکياه، ميامين، اِلعازر، ملکياه او بنايا.
26د عيلام د زامنو نه: متنياه، زکريا، يحيئيل، عبدى، يريموت او الياس.
27د زتو د زامنو نه: اليوعينى، الياسيب، متنياه، يريموت، زبد او عزيزا.
28د بباى د زامنو نه: يهوحنان، حننياه، زباى او عتلاى.
29د بانى د زامنو نه: مِشُلام، ملوک، عدايا، ياشوب، شاعِل او يريموت.
30د فحت موآب د زامنو نه: عدنا، کِلال، بنايا، معسياه، متنياه، بضلئيل، بِنوى او منسى.
31د حارِم د زامنو نه: الِعزر، اِشِياه، ملکياه، شمعياه، شِمعون، 32بنيامين، ملوک او شمرياه.
33د حاشوم د زامنو نه: متناى، متاته، زبد، الِفلط، يريماى، منسى او شِمعى.
34د بانى د زامنو نه: معدى، عمرام، اوئيل، 35بنايا، بديا، کلوهى، 36ونياه، مريموت، الياسيب، 37متنياه، متناى او يعسو. 38د بِنوى د زامنو نه: شِمعى، 39شلمياه، ناتن، عدايا، 40مکندباى، شاشاى، شاراى، 41عزرئيل، شلمياه، شمرياه، 42شلوم، امرياه او يوسف.
43د نبو د زامنو نه: يعيئيل، متتياه، زبد، زبينا، يداى، يوئيل او بنايا.
44دا ټولو بهرنۍ ښځې کړې وې، او د هغوئ ځنو ته داسې ښځې وې چې بچى يې ترې پېدا شوى وُو.