د مصر د تباهۍ ورځ
پر مصر او د هغې پر متحدينو يو ويرنيز غږ، چې ښار په ښار يې نوموي، نوف، نو، سين، تحفنحيس، چې اور ته سپارل کېږي يا په بنديتوب بوتلل کېږي. د فرعون لاس دمخه زموږ پلار مات کړی او نه به تړل کېږي، او توره د هغه پر ځای د بابل په لاس کې ورکول کېږي.
30 1د زمونږ پلار کلام ما ته راغلو چې،
2اے اِبن آدمه، نبوت وکړه او ووايه چې، مالِک پلار داسې فرمائى، ”چغې ووهئ، ’افسوس په دغه ورځ باندې!‘ 3ځکه چې هغه ورځ نزدې ده، د زمونږ پلار ورځ نزدې ده، د ورېځو ورځ، د قومونو د تباهۍ وخت. 4په مصر باندې به تُوره راشى، او کله چې په مصر کښې وژلى شوى ولوېږى، نو په کُوش کښې به غم وى، کله چې د هغې مال يوسى او بنياد يې ونړولے شى. 5کُوش، فُوط او لُود، ټول عربستان، لِبيا او د لوظ د مُلک خلق به ورسره په تُوره ولوېږى.“ 6زمونږ پلار داسې فرمائى، ”هغه څوک چې د مصر مدد کوى هغوئ به ولوېږى، او د هغې مغروره طاقت به راکُوز شى؛ د مِجدال نه تر اسوان پورې به د هغې په مينځ کښې په تُوره ولوېږى، مالِک پلار فرمائى. 7هغوئ به د وران شوو مُلکونو په مينځ کښې ويجاړ وى، او د هغې ښارونه به د نړېدلو ښارونو په مينځ کښې پراتۀ وى. 8بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ پلار يم، کله چې زۀ په مصر باندې اور ولګوم او د هغې ټول مددګاران مات شى.
9په هغه ورځ به زما د طرف نه قاصدان په بېړيو کښې ووځى چې بې غمه کُوش ووېروى، او د مصر په ورځ به په هغوئ غم راشى، ځکه چې دا به خامخا راځى.“
10مالِک پلار داسې فرمائى، ”زۀ به د بابل د بادشاه نبوکدنضر په لاس د مصر ګڼه ګوڼه ختمه کړم. 11هغه او د هغۀ لښکر چې ورسره دى، چې د قومونو نه ډېر ظالمان دى، به د مُلک د تباه کولو دپاره راوستلے شى؛ هغوئ به په مصر باندې خپلې تُورې راکاږى او مُلک به په وژلو شوو ډک کړى. 12زۀ به د نيل نهرونه وچ کړم او مُلک به بدکارانو ته وپلورم؛ زۀ به مُلک او څۀ چې پکښې دى د پردو په لاس ويجاړ کړم. ما، پلار، دا ووئيل.“
13مالِک پلار داسې فرمائى، ”زۀ به بتان تباه کړم او په مِمفِس کښې به بې فائدې مُورتۍ ختمې کړم. د مصر په مُلک کښې به نور کوم سردار نۀ وى، او زۀ به په ټول مُلک کښې وېره خوره کړم. a a v13 مِمفِس د ښکتنى مصر پخوانے پلازمينه وه د حزقى ايل په عبراني کښې هغې ته نُوف وئيلے شى. 14زۀ به فتروس ويجاړ کړم، په ضوعن به اور ولګوم، او په تِبِس به عدالت راولم. b b v14 تِبِس د پاسنى مصر لوئ ښار وو د حزقى ايل په عبراني کښې هغې ته نو وئيلے شى. 15زۀ به خپل قهر په سين باندې، چې د مصر قلعه ده، تُويه کړم، او د تِبِس ګڼه ګوڼه به ختمه کړم. 16زۀ به په مصر باندې اور ولګوم؛ سين به په غم کښې وتپيږى، تِبِس به مات شى، او مِمفِس به د ورځې دُښمنانو سره مخامخ شى. 17د آون او فى بِسِت ځوانان به په تُوره ولوېږى، او دا ښارونه به پخپله په بندى کښې لاړ شى. 18په تحفنحيس کښې به ورځ تياره شى کله چې زۀ هلته د مصر جُغ مات کړم، او د هغې مغروره طاقت به په هغې کښې ختم شى. يوه ورېځ به هغه پټه کړى، او د هغې لُوڼه ښارګوټى به په بندى کښې لاړ شى. 19نو زۀ به په مصر باندې عدالت راولم. بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ پلار يم.“
پلار د فرعون مټ ماتوى
20په يوولسم کال، په اوله مياشت، په اوومه ورځ، د زمونږ پلار کلام ما ته راغلو چې،
21اے اِبن آدمه، ما د مصر د بادشاه فرعون مټ ماتې کړے دے؛ هغه د روغېدو دپاره نۀ دے تړلے شوے او نۀ ورته د لرګى پټى اچولے شوے، چې داسې مضبوط شى چې تُوره ونيسى. 22نو مالِک پلار داسې فرمائى، ”زۀ د مصر د بادشاه فرعون خِلاف يم. زۀ به د هغۀ مټې ماتې کړم هم مضبوطه او هم ماته شوې او د هغۀ د لاس نه به تُوره راوغورزوم. 23زۀ به مصريان په قومونو کښې خواره واره کړم او په مُلکونو کښې به يې تيت پرک کړم. 24زۀ به د بابل د بادشاه مټې مضبوطې کړم او خپله تُوره به د هغۀ په لاس کښې ورکړم، خو د فرعون مټې به مات کړم، او فرعون به د بابل د بادشاه په مخکښې د مرُونکى سړى په شان کوکارې وهى. 25زۀ به د بابل د بادشاه مټې مضبوطې کړم، خو د فرعون مټې به ولوېږى. بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ پلار يم، کله چې زۀ خپله تُوره د بابل د بادشاه په لاس کښې ورکړم او هغه يې د مصر د مُلک خِلاف وغزوى. 26زۀ به مصريان په قومونو کښې خواره واره کړم او په مُلکونو کښې به يې تيت پرک کړم. بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ پلار يم.“