چاپ شوی
کتاب

د دروغجنو نبيانو نه خپل زړۀ وساتئ

حتی هغه نبي چې نښه يې رښتيا ثابته شي، رد کېږي که ووايي د نورو خدايانو پيروي وکړئ؛ ستاسو پلار ازمويي چې ايا تاسو په ټول زړه له هغه سره مينه کوئ. همدا حکم د يوه ګران ورور، مېرمنې يا ملګري، او د يوه ټول ښار لپاره هم دی: دا د اسرائيل لپاره تر ټولو جدي خطر دی.

څپرکی 13.

کۀ ستاسو په مينځ کښې کوم نبى يا د خوبونو ليدونکے راپورته شى او تاسو ته کومه نښه يا معجزه درکړى، او هغه نښه يا معجزه چې د هغې خبره يې کړې وه رښتيا شى، او ووائى چې، ”راځئ چې د نورو بتانو پيروى وکړو کوم چې تاسو نۀ پېژندل، او د هغوئ عبادت وکړو،“ نو د هغه نبى يا د خوبونو ليدونکى خبرو ته غوږ مۀ ږدئ. ستاسو پلار تاسو ازمائى، دې دپاره چې معلومه کړى چې آيا تاسو د خپل پلار سره په ټول زړۀ او په ټول روح باندې مينه کوئ. د خپل پلار پيروى وکړئ، د هغۀ نه يرېږئ، د هغۀ حُکمونه وساتئ، د هغۀ د آواز اطاعت وکړئ، د هغۀ عبادت وکړئ او د هغۀ پورې ونښلئ. هغه نبى يا د خوبونو ليدونکے دې قتل کړے شى، ځکه چې هغۀ ستاسو د پلار په خلاف د بغاوت خبره وکړه، هغه چې تاسو يې د مِصر نه راوويستلئ او د غلامۍ د کور نه يې خلاص کړئ، دې دپاره چې تاسو د هغه لارې نه واړوى کومه چې ستاسو پلار تاسو ته د تلو حُکم درکړے وو. نو دا بدى د ځان له مينځه لرې کړئ.

کۀ ستا ورور، ستا د مور زوئ، يا ستا زوئ يا لور، يا هغه ښځه چې تا سره نزدے ده، يا ستا هغه دوست چې ستا د ځان په شان درته ګران دے، په پټه تا وغولوى او ووائى چې، ”راځه چې لاړ شو او د نورو بتانو عبادت وکړو،“ هغه بتان چې نۀ تا او نۀ ستا پلار نيکۀ پېژندلى وو، د هغه قومونو د بتانو نه چې ستا چاپېره دى، نزدے وى کۀ لرې، د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې. د هغۀ خبره مۀ منئ او غوږ ورته مۀ ږدئ؛ رحم پرې مۀ کوئ، مۀ يې بخښئ او مۀ يې پټوئ. نه، بلکې هغه دې قتل کړې شى. اول ستا لاس پرې ولګيږى، بيا د ټولو خلقو لاس. هغه په کاڼو سنګسار کړئ چې مړ شى، ځکه چې هغۀ کوشش وکړو چې تا د خپل پلار نه واړوى، هغه چې تا يې د مِصر نه، د غلامۍ د کور نه راوويستلے. ټول اِسرائيل به واورى او وبه يرېږى، او بيا به هيچرې ستاسو په مينځ کښې داسې بد کار ونۀ کړى.

کۀ تۀ د خپلو ښارونو د يو ښار په حقله واورې، هغه چې ستا پلار يې تا ته د اوسېدو دپاره درکوى، چې ستا د مينځه ناکاره خلق راووتل او د خپل ښار خلق يې ګمراه کړل، او ووئيل يې چې، ”راځئ چې لاړ شو او د نورو بتانو عبادت وکړو کوم چې تاسو نۀ پېژندل،“ نو ښۀ لټون، تحقيق او پوښتنه وکړه. کۀ دا رښتيا وى او ثابته شى چې ستا په مينځ کښې دا نفرت انګېزه کار شوے دے، نو د هغه ښار اوسېدونکى د تورې په دم ووژنه، او هغه بالکل تباه کړه، څۀ چې په هغې کښې دى او د هغې څاروى، ټول د تورې په دم. د هغې ټول مالِ غنيمت د هغې د چوک په مينځ کښې راجمع کړه، او ښار او د هغې ټول مالِ غنيمت په اور کښې وسوزوه، د خپل پلار دپاره د سوزولى قربانۍ په توګه. هغه دې د تل دپاره ويجاړ پاتې شى، بيا دې هيچرې ونۀ جوړيږى. د تباهۍ دپاره وقف شوى څيزونو نه دې هيڅ ستا لاس پورې ونۀ نښلى، دې دپاره چې ستا پلار د خپل سخت غضب نه واوړى، تا ته رحم درکړى، په تا باندې مهربانى وکړى او تا زيات کړى، لکه چې هغۀ ستا د پلار نيکۀ سره قسم خوړلے وو، کۀ تۀ د خپل پلار د آواز اطاعت وکړې، او د هغۀ ټول هغه حُکمونه وساتې کوم چې زۀ نن تا ته درکوم، او د خپل پلار په نظر کښې هغه څۀ وکړې چې صحيح وى.