يهورام د زمونږ پلار د لارو نه مخ اړوى
يهورام خپل ټول وروڼه وژني ترڅو خپل تخت خوندي کړي، د اخاب د کورنۍ پر لارو ځي، او يهوداه له زموږ پلار څخه بت پرستۍ ته بيايي. د الياس ليک د وبا او يوې ويلي کوونکې ناروغۍ خبرداری ورکوي. هغه له اتو کلونو وروسته په سخت درد کې مري، هېڅوک پرې نه ژاړي، او د پاچاهانو له قبرونو بهر ښخېږي.
21 1يهوسفط د خپلو پلرونو سره آرام ته ولاړو او د داؤد په ښار کښې د هغوئ سره دفن کړے شو، او د هغۀ په ځائ د هغۀ زوئ يهورام بادشاه شو. 2د يهورام وروڼه، د يهوسفط زامن، دا وُو: عزرياه، يحيئيل، زکرياه، عزرياه، ميکائيل او سفطياه. دا ټول د اِسرائيل د بادشاه د يهوسفط زامن وُو. 3د هغوئ پلار ورته ډېرې سوغاتونه ورکړل، چاندى، سره زر او قيمتى شيان، او د يهوداه مضبوط ښارونه، خو بادشاهى يې يهورام ته ورکړه، ځکه چې هغه مشر زوئ وو. 4کله چې يهورام د خپل پلار په بادشاهۍ باندې قائم شو، هغه مضبوط شو او خپل ټول وروڼه يې په تُوره ووژل، او د اِسرائيل ځنې سردار يې هم ووژل. 5کله چې يهورام بادشاه شو نو هغه دوه دېرش کلن وو، او هغۀ په يروشلم کښې اته کاله بادشاهى وکړه. 6هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په لار روان شو، لکه څنګه چې د اخاب کور کړى وُو، ځکه چې د اخاب لور د هغۀ ښځه وه، او هغۀ د زمونږ پلار په نظر کښې بد کار وکړو. 7خو زمونږ پلار ونۀ غوښتل چې د داؤد کور تباه کړى، د هغه لوظ په سبب چې هغۀ د داؤد سره کړے وو، او د هغۀ د وعدې په سبب چې هغۀ به هغۀ ته او د هغۀ زامنو ته د تل دپاره يو څراغ ورکوى. a a v7 ”څراغ“ د يوې نۀ ماتېدونکې شاهى سلسلې انځور دے — چې تل به يو اولاد د داؤد په تخت باندې بادشاهى کوى.
8د يهورام په ورځو کښې اَدوم د يهوداه د حکومت نه باغى شو او خپل بادشاه يې مقرر کړو. 9نو يهورام د خپلو سردارانو او د خپلو ټولو رتهونو سره ورتېر شو. هغه د شپې راپاڅېدو او اَدوميان يې چې د هغۀ چاپېره راتاو وُو او د رتهونو سردار يې ووژل. 10نو اَدوم تر نن ورځې پورې د يهوداه د حکومت نه باغى دے. هم هغه وخت لِبناه هم باغى شوه، ځکه چې هغۀ زمونږ پلار، د خپلو پلرونو خُدائ پاک، پرېښے وو.
11هغۀ د يهوداه په غرونو باندې اوچت ځايونه جوړ کړل، او د يروشلم خلق يې بدکارۍ ته راکش کړل او يهوداه يې بې لارې کړه.
12نو يو خط د ايلياه نبى له هغۀ ته راغلو چې، ”ستا پلار، د ستا د پلار د داؤد خُدائ پاک، داسې فرمائى چې، ځکه تۀ د خپل پلار يهوسفط په لارو روان نۀ شوې، او نۀ د يهوداه د بادشاه آسا په لارو، 13بلکې د اِسرائيل د بادشاهانو په شان روان شوې، او د يهوداه او د يروشلم خلق دې بې وفا کړل، لکه څنګه چې د اخاب کور اِسرائيل بې وفا کړو، او خپل وروڼه دې ووژل، د خپل پلار کور، هغه کسان چې له تا نه بهتر وُو، 14نو اوس به ستا پلار ستا قوم، ستا بچى، ستا ښځې او ستا ټول مال په يوه لويه آفت باندې ووهى. 15او تا له به د کولمو سخته بيمارى وى، تردې چې د ورځې په ورځ ستا کولمې راووځى.“
16نو زمونږ پلار د يهورام په خلاف د فلستيانو او د هغو عربانو روح راپاروو چې د کوشيانو سره نزدې وُو. 17هغوئ په يهوداه حمله وکړه، ورننوتل او ټول مال يې ونيوو چې د بادشاه په محل کښې موندل شوے وو، او د هغۀ زامن او ښځې يې هم بوتلل، او د هغۀ هيڅ زوئ پاتې نۀ شو سوا د يهوآخز نه، چې د ټولو نه کشر وو.
18د دې ټولو نه پس زمونږ پلار هغه د کولمو په داسې بيمارۍ ووهلو چې هيڅ علاج يې نۀ وو. 19او په وخت سره، د دوه کالو نه پس، د هغۀ د بيمارۍ په سبب د هغۀ کولمې راووتلې او هغه په سخت درد کښې مړ شو. د هغۀ خلقو د هغۀ دپاره هيڅ اور ونۀ بلوو، لکه څنګه چې يې د هغۀ د پلرونو دپاره بلولے وو. 20کله چې بادشاه شو نو هغه دوه دېرش کلن وو، او هغۀ په يروشلم کښې اته کاله بادشاهى وکړه. هغه داسې مړ شو چې چا پرې غم ونۀ کړو، او د داؤد په ښار کښې دفن کړے شو، خو د بادشاهانو د قبرونو په مينځ کښې نه.