کاشکې چې تۀ واورې
د موسيقۍ د مشر دپاره؛ په ګتيت باندې. د آساف زبور.
د اختر موسيقي — شپېلۍ، دايره، نوې مياشت — چې زموږ د پلار پخپل غږ پرې کېږي. هغه رايادوي چې ټوکری يې د دوی له اوږو لرې کړ او وايي: خپله خوله پراخه پرانيزه او زه به يې ډکه کړم. بيا درد: کاشکې زما خلکو غوږ نيولی وای.
81 1زمونږ پلار ته، چې زمونږ قوت دے، د خوشحالۍ سندرې ووايئ؛ د يعقوب خُدائ پاک ته په لوړ اواز نارې ووهئ! 2سندره شروع کړئ، دف وغږوئ، خوږ ساز او رباب. 3د نوى سپوږمۍ په وخت بيګل وغږوئ، د بشپړې سپوږمۍ په وخت، زمونږ د اختر په ورځ. 4ځکه چې دا د اِسرائيل دپاره يو قانون دے، د يعقوب د خُدائ پاک يو حُکم دے.
5هغۀ دا د يوسف دپاره د ګواهۍ په توګه مقرر کړو کله چې هغه د مصر د مُلک خلاف ووتلو. ما داسې ژبه واورېده چې نۀ مې پېژندله:
6”ما بوجه لرې کړه د هغۀ د اوږې نه؛ د هغۀ لاسونه د ټوکرۍ نه آزاد شول.
7”په خپل تکليف کښې تا اواز وکړو، او ما وژغورلے تۀ؛ د تندر د پټ ځائ نه مې تا ته جواب درکړو؛ د مريبه په اوبو کښې مې تا آزمائيلے. 8اے زما قومه، واوره، او زۀ به تا ته خبردارے درکړم — اے اِسرائيله، کاشکې چې تۀ زما خبره واورې! 9ستا په مينځ کښې دې هيڅ پردے معبود نۀ وى؛ تۀ دې هيڅ بل معبود ته سجده مۀ کوه.
10”زۀ ستا پلار يم، چې تۀ مې د مصر د مُلک نه راوايستلې. خپله خوله پراخه کړه، او زۀ به يې ډکه کړم. 11خو زما قوم غوږ ونۀ نيولو زما اواز ته؛ اِسرائيل زما تابع نۀ شو. 12نو ما هغوئ د هغوئ سختو زړونو ته پرېښودل، چې د خپلو ارادو پيروى وکړى. 13کاشکې چې زما قوم ما ته غوږ ونيسى، کۀ اِسرائيل زما په لارو باندې ګرځېدلے! 14نو زۀ به ډېر ژر د هغوئ دښمنان مغلوب کړم او خپل لاس به د هغوئ د مخالفانو خلاف واړوم! 15څوک چې د زمونږ پلار نه کرکه کوى هغوئ به د هغۀ مخکښې عاجز شى، او د هغوئ سزا به تل تر تله وى. 16خو هغه به هغوئ ته د ښو غنمو خوراک ورکولو؛ د تيږې د شاتو نه به زۀ تا مړه کړم.“