زما مدد له کومه ځايه راځى؟
د ختو سندره.
یو مسافر غرونو ته ګوري، چېرې چې خطر هم و او زیارتونه هم، او خپله مرسته بل ځای مومي — خپل پلار، د آسمان او ځمکې پیدا کوونکی، چې هېڅکله پرکالی نه ورځي. ژمنه بدرګه ده نه معافیت: ستا وتل او ستا راتلل.
121 1زۀ خپلې سترګې غرونو ته پورته کوم، زما مدد به له کومه ځايه راشى؟
2زما مدد زما د پلار له طرف نه راځى، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے.
3هغه به ستا پښه ښوئېدو ته پرېنږدى، څوک چې ستا نګهبانى کوى هغه به خوب نۀ کوى. 4بے شکه، څوک چې د اِسرائيل نګهبانى کوى هغه به نۀ پرکالى او نۀ به ويده کيږى.
5ستا پلار ستا نګهبانى کوى، ستا پلار ستا په ښى لاس باندې سيورے دے. 6لمر به دې په ورځ کښې زيان نۀ رسوى، او نۀ به سپوږمۍ په شپه کښې.
7ستا پلار به تا د هر ډول نقصان نه ساتى، هغه به ستا د ژوند نګهبانى کوى. 8ستا پلار به ستا د راتلو او تلو نګهبانى کوى، اوس هم او د تل دپاره.