چاپ شوی
کتاب

د اِفرائيم دپاره د پلار ميراث

د افرائیم پوله له یریحو څخه د غرنۍ سیمې له لارې تر سمندر پورې ګرځول کېږي، او اضافي ښارونه د منسي په برخه کې ورکول کېږي. دا برخه په یوه اعتراف پای ته رسېږي: په جازر کې کنعانیان هیڅکله ونه شړل شول، یوازې په جبري کار وګمارل شول.

څپرکی 16.

د يُوسف د اولادې دپاره قرعه د يريحو په نزدے د يردن نه، د هغه د اوبو ختيځ طرف ته، او د يريحو نه د بيت‌ايل طرف ته د غرو په مينځ کښې بيابان ته لاړه. دا د بيت‌ايل نه لوز ته، او بيا د عطاروت په ځائ د عرقيانو سرحد ته لاړه. بيا دا د لوېديځ طرف ته د يفلطيانو سرحد ته، او د کوز بيت‌حورون سرحد ته او جزر ته ښکته شوه، او د سمندر په نزدے ختمه شوه.

نو د يُوسف اولاد، منسى او اِفرائيم، خپل ميراث ومُوندو. د اِفرائيم د اولادې دپاره د دوى د قبيلو مطابق دا سرحد وو: د دوى ختيځ سرحد د عطاروت‌ادار نه د بر بيت‌حورون پورې وو. دا سرحد سمندر ته لاړو، چې د شمال طرف ته مکمتات وو؛ بيا ختيځ طرف ته تعنت‌شيلوه ته واوړېدو، او د هغه د ختيځ نه تېرېدلو يناوح ته لاړو. بيا دا د يناوح نه عطاروت او نعراه ته ښکته شو، او يريحو ته ورسېدو، او د يردن په نزدے ختم شو. د تفُوح نه دا سرحد د لوېديځ طرف ته د قاناه ناله ته لاړو، او د سمندر په نزدے ختم شو. دا د اِفرائيم د قبيلې د اولادې ميراث وو، د دوى د قبيلو مطابق. د اِفرائيم د اولادې دپاره د منسى د اولادې د ميراث په مينځ کښې هم ځنې ښارونه جلا کړې شوى وُو، ټول ښارونه د خپلو کليو سره. خو دوى هغه کنعانيان چې په جزر کښې وسېدل بهر نۀ کړل؛ نو کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيم په مينځ کښې اوسېږى، خو په بيګار باندې مجبور کړے شوى دى.