چاپ شوی
کتاب

آيا تۀ به قادرِ مطلق ته سمون ورکوې؟

ايوب خپل لاس پر خوله ږدي او له خبرو لاس اخلي. زموږ پلار بيا هم ټينګار کوي: ايا ته به زما عدالت باطل کړې چې ځان حق ثابت کړې؟ بيا بهيموت ته اشاره کوي، چې واښه خوري، او که سيند يې خولې ته راوپړسېږي هم پروا نه کوي، هغه مخلوق چې يوازې خالق يې ورته نږدې کېدای شي.

څپرکی 40.

بيا زمونږ پلار اَيُوب ته وفرمائيل چې،

”آيا هغه څوک چې له قادرِ مطلق سره جګړه کوى، هغۀ ته به سمون ورکوى؟ چې زما ملامتوونکے دې دې ته جواب ورکړى.“

د اَيُوب لاس په خپله خوله

بيا اَيُوب زمونږ پلار ته جواب ورکړو چې، ”وګوره، زۀ ناوړه يم، زۀ تا ته څنګه جواب درکړم؟ زۀ خپل لاس په خپله خوله ږدم. ما يو ځل خبرې وکړې، خو بيا به جواب نۀ ورکوم، دوه ځله مې وکړې، خو نور به هيڅ نۀ وايم.“

بيا زمونږ پلار د طوفان نه اَيُوب ته جواب ورکړو چې،

”د سړى په شان ملا وتړه، زۀ به له تا نه پوښتنه کوم او تۀ به ماته جواب راکوې. آيا تۀ به رښتيا زما انصاف باطلوې؟ آيا تۀ به ما ملامتوې دې دپاره چې پخپله حق ثابت شې؟ آيا تۀ زما په شان بازو لرې؟ آيا تۀ زما د آواز په شان ګرزهار کولے شې؟ ځان په لوئۍ او عزت سينګار کړه، ځان په شان و شوکت پوښ کړه. د خپل قهر تندے بهر وباسه، هر مغرور ته وګوره او راکوزه يې کړه. هر مغرور ته وګوره او عاجزه يې کړه، بدکاران هلته چرته چې ولاړ وى، ماته يې کړه. دا ټول په خاورو کښې يو ځائ ښخ کړه، د هغوئ مخونه په قبر کښې پټ کړه. بيا به زۀ هم ستا ثنا وايم، ځکه چې ستا خپل ښى لاس تا بچ کولے شى. بهيموت ته وګوره چې ما جوړ کړے دے لکه چې ما تۀ جوړ کړے يې، هغه د غوا په شان واښۀ خورى. a a v15 بهيموت يو ډېر لوئ ځناور دے، ښائى چې آبى اس يا کوم لوئ وچنى ځناور وى، چې دلته د زمونږ پلار د تخليق د يوې عجيبې نښې په توګه راپورته کړے شوے دے. وګوره، د هغۀ طاقت د هغۀ په ملا کښې دے، او د هغۀ قوت د هغۀ د نس په غوښو کښې دے. هغه خپله لکۍ د دېودار د ونې په شان کلکوى، د هغۀ د ورنونو رګونه کلک سره تړلى دى. د هغۀ هډوکى د کاڼسى نلونه دى، د هغۀ غړى د اوسپنې د کړيو په شان دى. هغه زما د کارونو نه اول دے، صرف د هغۀ پېدا کوونکے له هغۀ سره په تُوره ورنژدې کېدلے شى. غرونه هغۀ ته خپله پېداوار ورکوى، هلته چې د ځنګل ټول ځناور لوبې کوى. د کنول د بوټو لاندې هغه ملاستے وى، د نلو او جبې په پټو ځايونو کښې. د کنول بوټى هغه په خپل سيورى پټوى، د ولې زڼى هغه راګېر کړى. کۀ سيند راوخوزى، هغه نۀ وېرېږى، هغه مطمئن وى، اګر چې اُردن د هغۀ د خولې خواته راوخوزى. آيا څوک هغه نيولے شى په داسې حال کښې چې هغه ګورى، يا د هغۀ پوزه په جال سره سورے کولے شى؟“