چاپ شوی
کتاب

کله چې هر سهارا لرې کړے شى

یهودا هغه خلک له لاسه ورکوي چې ټولنه سره یو ځای ساتي، او هېڅوک نه غواړي د یوې کنډوالې مشري وکړي. زموږ پلار د هغو مشرانو پر وړاندې خپله دعوه راوړي چې د بې‌وزلو مخونه یې ژرنده کړل. د ښار ګاڼې یو په یو شمېرل کېږي، بیا ترې اخیستل کېږي. هغه په پای کې پر ځمکه ناسته ده.

څپرکی 3.

ګورئ، د آسمانى لښکرو پلار له يروشلم او يهوداه نه هر سهارا او هر خوراک لرې کوى: د ډوډۍ ټوله ذخيره او د اوبو ټوله ذخيره، پهلوان او سپاهى، قاضى او نبى، فال کتونکے او مشر، د پنځوسو سردار او د عزت خاوند، مشور ورکوونکے، ماهر کاريګر او هوښيار جادوګر.

”زۀ به هلکان د هغوئ حاکمان کړم، او بچګانى هوس به پرې حکومت کوى.

خلق به يو پر بل ظلم کوى، هر سړے به د خپل ګاونډى په مقابله کښې وى؛ ځوانان به د بوډاګانو په مقابله کښې پاڅى، او کمزورى به د معززو په مقابله کښې.“ يو سړے به د خپل پلار په کور کښې خپل ورور ونيسى او ووائى چې، ”تۀ کُرته لرې، نو تۀ زمونږ مشر شه؛ د دې کنډوالو مسؤليت واخله.“ خو په هغه ورځ به هغه چغې کړى چې، ”زۀ شفا ورکوونکے نۀ يم! زما په کور کښې نۀ ډوډۍ شته او نۀ کُرته، تاسو به ما د خلقو مشر نۀ ګرځوئ.“ ځکه چې يروشلم وښوئيدو او يهوداه راوغورزيده، ځکه چې د هغوئ خبرې او د هغوئ کارونه زمونږ د پلار په خلاف دى، د هغۀ د جلال په حضور کښې سرکشى کوى. د هغوئ د مخونو حالت د هغوئ په خلاف ګواهى ورکوى؛ هغوئ د سدوم په شان خپله ګناه ښکاره کوى، هغوئ يې نۀ پټوى. د هغوئ دپاره څومره افسوس دے، ځکه چې هغوئ په خپل ځان باندې آفت راوستلے دے! صادقانو ته ووايئ چې د هغوئ سره به ښۀ کيږى، ځکه چې هغوئ به د خپلو کارونو مېوه خورى. د بدکار دپاره څومره افسوس دے! د هغۀ سره به بد کيږى، ځکه چې څۀ يې چې لاسونو کړى دى هغه به ورته ورکړے شى. زما قوم، بچى د هغوئ ظالمان دى، او ښځې پرې حکومت کوى. زما قومه، ستا مشران تا بې لارې کوى او هغه لار يې تېره کړې ده چې تۀ پرې تلل په کار دى.

زمونږ پلار د خپلې دعوې دپاره ولاړ دے؛ هغه د قومونو د عدالت دپاره پاڅيږى.

زمونږ پلار د خپل قوم د مشرانو او حاکمانو سره عدالت ته راځى: ”تاسو ياست چې انګور باغ مو خوړلے دے؛ د غريبانو لوټ ستاسو په کورونو کښې دے. تاسو د څۀ دپاره زما قوم کُرئ او د غريبانو مخونه ايشئ؟“ د آسمانى لښکرو پلار فرمائى.

زمونږ پلار وفرمائيل چې، ”ځکه چې د صِيون لوڼه مغرورې دى، غاړې يې اوږدې کړې او په سترګو اشارې کوى، په ناز سره په وړو ګړندو قدمونو ګرځى، د پښو زنګلونه يې شرنګوى، نو مالِک پلار به د صِيون د لوڼو سرونه په خارښت ووهى، او زمونږ پلار به د هغوئ تندى لوڅ کړى.“

په هغه ورځ به مالِک پلار د هغوئ زيورات لرې کړى: زنګلونه، د سر پټۍ، د سپوږمۍ شان زيورونه، د غوږونو والۍ، بنګړى، نقابونه، د سر ټوپۍ، د پښو زنځيرونه، پراټيان، د عطرو شيشۍ، تعويذونه، د ګوتو چلې، د پوزې والۍ، د اختر جامې، چادرونه، چوغې، کڅوړې، د لاس آئينې، د ښۀ ټوکر جامې، پګړۍ او شالونه.

بيا به د عطرو پر ځائ بدبو وى؛ د پراټى پر ځائ رسۍ؛ د ښائسته جوړو شوو ويښتو پر ځائ طوطو؛ د ښو جامو پر ځائ د بوجڼ لباس؛ د ښائست پر ځائ داغ. ستا سړى به په تُوره راوغورزيږى، ستا جنګياله به په جنګ کښې. د هغې دروازې به ماتم کوى او ژاړى؛ لوڅه شوې، هغه به په زمکه کښېنى.