موآب او يهوداه کور ته رابلل کيږى
قضاوتونه له موآب او يهودا څخه راتاوېږي تر خپله اسرائيله، او تور مشخص دی: صادق د سپينو زرو او اړمن د څپليو په بدل پلورل، غريبان تر پښو لاندې کول، او پېغمبران چوپول. زموږ پلار هغه څه يادوي چې ورته يې ورکړي وو، بيا وايي چې هغوی به وځپي.
2 1زمونږ پلار داسې فرمائى چې، د موآب د درېو ګناهونو دپاره، او د څلورو دپاره، زۀ به دا بدل نۀ کړم، ځکه چې هغۀ د اِدوم د بادشاه هډوکى تر دې حده وسوزولل چې ايرې يې شوې. 2نو زۀ به په موآب باندې اور راولېږم، او هغه به د قريوت قلاوې وخورى، او موآب به د شور او غوغا په مينځ کښې، د چغو او د شپېلۍ د اواز سره مړ شى. 3زۀ به د هغې د مينځ نه حاکم ختم کړم او د هغۀ سره به د هغې ټول سردار ووژنم، زمونږ پلار فرمائى.
4زمونږ پلار داسې فرمائى چې، د يهوداه د درېو ګناهونو دپاره، او د څلورو دپاره، زۀ به دا بدل نۀ کړم، ځکه چې هغوئ د زمونږ پلار تعليم رد کړو او د هغۀ قانونونه يې ونۀ ساتل، او د هغوئ دروغو هغوئ بې لارې کړل، هم هغه دروغ چې د هغوئ پلار نيکۀ ورپسې تلل. 5نو زۀ به په يهوداه باندې اور راولېږم، او هغه به د يروشلم قلاوې وخورى.
د پلار عدالت په اِسرائيل باندې
6زمونږ پلار داسې فرمائى چې، د اِسرائيل د درېو ګناهونو دپاره، او د څلورو دپاره، زۀ به دا بدل نۀ کړم، ځکه چې هغوئ صادق د چاندۍ دپاره او محتاج د يوې جوړې څپلو دپاره خرڅوى. 7هغوئ د غريبانو سرونه د زمکې خاورو کښې کچلوى او مظلومان د لارې نه ليرې کوى. يو سړے او د هغۀ پلار هم هغه يوې انجلۍ ته ورځى، او زما پاک نوم بې حرمته کوى. 8هغوئ د هرې قربانګاه څنګ ته په هغه جامو باندې اوږده غځيږى چې ګرو يې اخستې دى، او د خپل خُدائ په کور کښې د هغه کسانو شراب څښى چې جرمانه يې کړې ده. 9خو دا زۀ وم چې د هغوئ په مخکښې مې اموريان تباه کړل، چې قد يې د ديار د ونو هومره اوږد او د بلوط د ونو هومره مضبوط وو، ما د هغۀ مېوه له پاسه او د هغۀ جرړې له لاندې تباه کړې. 10او دا زۀ وم چې تاسو مې د مِصر د مُلک نه راوايستلئ او څلوېښت کاله مې تاسو په بيابان کښې بوتلئ، دې دپاره چې د اموريانو مُلک په قبضه کړئ. 11ما ستاسو ځنې زامن د نبيانو په شان او ستاسو ځنې ځوانان د نذيرانو په شان راپورته کړل. اے د اِسرائيل خلقو، آيا دا داسې نۀ دى؟ زمونږ پلار اعلان کوى. a a v11 نذيران هغه اِسرائيلى وُو چې د خُدائ پاک دپاره يې د وقف يو خاص قسم خوړلے وو، د شرابو نه يې ځان ساتلو او وېښتان يې نۀ کرول (وګورئ د ګنتى کتاب ۶). 12خو تاسو نذيرانو ته شراب وورکړل، او نبيانو ته مو حُکم وکړو چې، ”نبوت مۀ کوئ.“ 13وګورئ، زۀ به تاسو په خپل ځائ کښې داسې کچل کړم، لکه څنګه چې د نغلو نه ډکه ګاډۍ د ځان لاندې زمکه کچلوى. 14تېز منډه کوونکے به هم هيڅ د تښتېدو لار ونۀ مومى، زورور به په خپل زور ونۀ ساتلے شى، او جنګى سړے به خپل ژوند بچ نۀ کړے شى. 15ليندے وهونکے به په خپل ځائ ودرېدے نۀ شى، تېز قدمه به ونۀ تښتى، او سپور به خپل ژوند بچ نۀ کړے شى. 16د جنګى سړو نه زړور به هم په هغه ورځ بربنډ وتښتى، زمونږ پلار اعلان کوى.