په سيوري کښې خوندى
څوک چې نږدې اوسېږي، د تر ټولو لوړ ذات تر سیوري لاندې، هغه ته له کمین، ناروغۍ، د شپې له وېرې او د غرمې له وبا څخه د ساتنې ژمنه شوې ده، او پرښتې د تګ راتګ په عادي چارو ګمارل شوې دي. په پای کې زموږ پلار خبرې کوي: ځکه چې هغه په ما پورې نښتی دی، زه به یې ځواب ورکړم.
91 1څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادرِ مطلق په سيوري کښې آرام مومى.
2زۀ به د خپل پلار په حقله ووايم چې، ”هغه زما پناه او زما قلعه دے، زما پلار، چې زۀ پرې اعتبار کوم.“
3يقيناً هغه به تا د ښکارى د جال نه او د مرګونې بيمارۍ نه خلاص کړى. 4هغه به تا په خپلو بڼکو پټ کړى، او د هغۀ د وزرونو لاندې به تۀ پناه ومومې؛ د هغۀ وفادارى ستا ډال او حصار ده. 5تۀ به د شپې د وېرې نه ونۀ يرېږې، او نۀ د هغه غشى نه چې په ورځ الوزى، 6او نۀ د هغې بيمارۍ نه چې په تيارۀ کښې ګرځى، او نۀ د هغې وبا نه چې په غرمه کښې تباهى کوى. 7ستا په خوا کښې به زر کسان راوغورزيږى، ستا ښى لاس ته لس زره، خو هغه به تا ته نژدے نۀ شى. 8تۀ به صرف ګورې او د بدکارانو سزا به وينې.
9ځکه چې تا زما پلار خپله پناه ګرځولے دے — خُدائ تعالىٰ خپل د اوسيدو ځائ، 10هيڅ بدى به تا ونۀ نيسى، هيڅ وبا به ستا خيمې ته نژدے نۀ شى. 11ځکه چې هغه به خپلو فرښتو ته ستا په حقله حُکم ورکړى، چې په ټولو لارو کښې دې وساتى. a a v11 کله چې آزمايونکى عيسىٰ په بيابان کښې آزمائيلو، نو هم دغه آيت يې ووئيلو — د پلار د حفاظت وعده يې په يوه للکار بدله کړه. عيسىٰ، چې حقيقى زوئ دے، په خپل پلار يې بې له آزمايلو اعتبار وکړو. 12هغوئ به تا په خپلو لاسونو پورته ساتى، دې دپاره چې ستا پښه په کوم کاڼى ونۀ لګيږى. 13تۀ به په زمرى او کوبره قدم کېږدې؛ تۀ به ځوان زمرے او ښامار تر پښو لاندې کړې.
14”ځکه چې هغه په مينه ما پورې نښتے دے، نو زۀ به هغه خلاص کړم؛ زۀ به هغه اوچت کړم، ځکه چې هغه زما نوم پېژنى. 15هغه به ما ته آواز وکړى، او زۀ به هغۀ ته جواب ورکړم؛ زۀ به د مصيبت په وخت کښې د هغۀ سره يم؛ زۀ به هغه خلاص کړم او عزت به ورکړم. 16زۀ به هغه په اوږد عُمر سره خوشحاله کړم او خپل خلاصون به ورته وښايم.“