چاپ شوی
کتاب

پلاره، زما انصاف وکړه

د داؤد.

داؤد غوښتنه کوي چې وازمویل شي، زړه او ذهن یې وکتل شي او پاک شي، ځکه چې هغه له درغلو ملګرو او له بډو ډکو لاسونو لرې پاتې شوی دی. هغه چې څه غواړي پرېکړه نه ده، بلکې یو ځای دی: هغه کور چې د هغه د پلار جلال پکې استوګن دی.

څپرکی 26.

اے زما پلاره، زما انصاف وکړه، ځکه چې زۀ په خپله ايماندارۍ کښې ګرځېدلے يم، او پر خپل پلار مې بې هيڅ شکه بهروسه کړې ده.

زما پلاره، ما وکوره او ما وازمائه؛ زما زړۀ او زما ذهن پاک کړه. ځکه چې ستا وفاداره مينه زما د سترګو مخکښې ده، او زۀ ستا د وفادارۍ په لار روان يم.

زۀ د دروغژنو خلقو سره نۀ کښېنم، او نۀ د منافقانو سره ملګرتيا کوم. زۀ د بدکارانو له مجلسه نه کرکه کوم، او زۀ به د شريرانو سره ونۀ کښېنم. زۀ خپل لاسونه په پاکۍ کښې وينځم، او زما پلاره، زۀ ستا د قربان‌ګاه چاپېره ګرځم، زۀ ستا شکر په لوړ آواز اداء کوم، او ستا د ټولو حېرانوونکو کارونو بيان کوم.

زما پلاره، زۀ د هغه کور سره مينه کوم چرته چې تۀ اوسېږې، هغه ځائ چرته چې ستا جلال ميشته دے.

زما روح د ګناهګارانو سره مۀ وړه، او زما ژوند د ظالمانو سره مۀ وړه، چې د هغوئ په لاسونو کښې بد سازشونه دى، او د هغوئ ښى لاسونه د رشوت نه ډک دى. خو زۀ، زۀ په خپله ايماندارۍ کښې ژوند کوم؛ ما خلاص کړه او پر ما مهربانى وکړه.

زۀ په هواره ځمکه ولاړ يم؛ زۀ به په لوئ مجلس کښې د خپل پلار ثناء بيانوم.