هغه کسان چې مُهرونه يې ولګول
په یوه مهر شوي سند کې نومونه، کاهنان او لېویان او د کورنیو مشران، چې ځانونه په قسم سره زموږ پلار ته د ځانګړو شیانو لپاره ژمن کوي: له شاوخوا قومونو سره واده نه کول، په سبت کې پېرل نه کول، هر اووم کال پورونه بخښل، او د معبد د کار او کارکوونکو دوامداره ملاتړ.
10 1هغه کسان چې مُهر يې پرې ولګولو دا وُو: نحمياه حاکم، د حکلياه زوئ، او صدقياه، 2سرايا، عزريا، يرمياه، 3فشحور، امريا، ملکياه، 4حطوش، شبنياه، ملوک، 5حارِم، مريموت، عبدياه، 6دانيال، جنتون، باروک، 7مشلام، ابياه، ميامين، 8معزياه، بلجى، او شمعياه. دا امامان وُو. 9او لاويان: يشوع د ازنياه زوئ، بنوى د حنداد د زامنو نه، قدميئيل، 10او د هغوئ ملګرى لاويان: شبنياه، هودياه، قليطا، فلايا، حنان، 11ميکا، رحوب، حشبياه، 12زکور، شربياه، شبنياه، 13هودياه، بانى، او بنينو. 14د خلقو مشران: فروش، فحتموآب، عيلام، زتو، بانى، 15بونى، ازجاد، بيباى، 16ادونياه، بجوى، عدين، 17اطير، حزقياه، عزور، 18هودياه، حاشوم، بيصاى، 19حاريف، عناتوت، نيباى، 20مجفياش، مشلام، حزير، 21مشيزبئيل، صدوق، يدوع، 22فلطياه، حنان، عنايا، 23هوسع، حننياه، حشوب، 24هلوحيش، فلحا، شوبيق، 25رحوم، حشبنا، معسياه، 26اخيا، حنان، عنان، 27ملوک، حارِم، او بعنا.
خلق خپل ځانونه له پلار سره تړى
28پاتې خلق—امامان، لاويان، دربانان، سندرغاړى، د هيکل خدمتګاران، او هر هغه څوک چې د زمونږ پلار د شريعت دپاره د ملکونو د خلقو نه بېل شوى وُو—د خپلو ښځو، زامنو او لوڼو سره، هر هغه څوک چې علم او پوهه يې درلودله، 29دا ټول له خپلو معزز ملګرو سره يوځائ شول، او په لعنت او قسم باندې وتړل شول چې د زمونږ پلار په هغه شريعت پسې به ځى چې د هغۀ د خادم موسىٰ په وسيله ورکړے شوے وو، او دا چې د زمونږ د مالِک پلار ټول حُکمونه، د هغۀ فيصلې او قانونونه به ساتى او عمل به پرې کوى. 30مونږ وعده کوو چې خپلې لوڼه به د چاپېره خلقو ته په نکاح نۀ ورکوو، او نۀ به د هغوئ لوڼه د خپلو زامنو دپاره اخلو. 31کۀ د ملک خلق د آرام په ورځ مال يا غله د خرڅولو دپاره راوړى، نو مونږ به د هغوئ نه د آرام په ورځ يا په کوم بل مقدس ورځ باندې څۀ نۀ اخلو. هر اوومه کال به مونږ زمکه په آرام پرېږدو او هر قرض به معاف کوو.
32مونږ خپل ځانونه په دې هم تړو چې د زمونږ پلار د کور د خدمت دپاره به هر کال د اونس اتمه حصه چاندى ورکوو: 33د هغې ډوډۍ دپاره چې د هغۀ په مخکښې ايښودلے کيږى، د هرې ورځې د غلې او د سوزولو قربانيو دپاره، د آرام د ورځې، د نوى سپوږمۍ او د اختر د قربانيو دپاره، د مقدسو نذرانو او د اِسرائيل د کفارې دپاره د ګناه د قربانيو دپاره—د زمونږ پلار د کور د ټول کار دپاره. 34مونږ، امامانو، لاويانو او خلقو، د لرګيو د قربانۍ دپاره پچه واچوله، دې دپاره چې هغه د خپلو کورنيو په حساب، هر کال په مقرر وختونو کښې د زمونږ پلار کور ته راوړو، ترڅو چې د زمونږ پلار په قربانګاه باندې يې وسوزوو، لکه څنګه چې شريعت وائى. 35مونږ دا هم منو چې د خپلې زمکې اولنۍ مېوه او د هرې ونې د هرې مېوې اولنۍ برخه به کال په کال د زمونږ پلار کور ته راوړو. 36مونږ به خپل اول زامن او د خپلو څارويو اول بچى هم، لکه څنګه چې په شريعت کښې ليکلى دى، او د خپلو رمو او د ګلو اول بچى د زمونږ پلار کور ته، هغو امامانو ته چې هلته خدمت کوى، راوړو. 37مونږ به د خپلو اوړو اول، د خپلو نذرانو، د هرې ونې مېوه، نوے شراب او تېل امامانو ته، د زمونږ پلار د کور ګودامونو ته راوړو؛ او د خپلې زمکې لسمه برخه لاويانو ته، ځکه چې لاويان زمونږ په ټولو کرنيزو ښارونو کښې لسمه برخه راغونډوى. 38کله چې لاويان لسمه برخه راغونډوى، نو د هارون د اولادې يو امام به د هغوئ سره وى، او لاويان به د هغې لسمه برخه د زمونږ پلار کور ته، د خزانې ګودامونو ته پورته راوړى. 39د اِسرائيل خلق او لاويان به د غلې، نوو شرابو او تېلو نذرانې هغو ګودامونو ته راوړى چې د مقدس ځائ سامان پکښې وى، چرته چې خدمت کوونکى امامان، دربانان او سندرغاړى اوسيږى. مونږ به د زمونږ پلار د کور نه غفلت نۀ کوو.