د داؤد زامن: د پلار شاهى کورنۍ
د داؤد زامن د مور او زېږځای له مخې لیکل شوي، بیا تخت نوم په نوم له سلیمان څخه تر یوسیاه پورې تېرېږي، او نېغ د بندي یکنیا سره جلاوطنۍ ته ځي. کرښه هلته نه ودرېږي؛ په چوپتیا سره د زروبابل له لارې تر هغو سړو پورې دوام کوي چې له بابل وروسته زېږېدلي.
3 1د داؤد هغه زامن چې هغۀ ته په حبرون کښې پېدا شول: اول زوئ امنون، چې د يزرعيل د اخىنوعم نه وو؛ دوېم زوئ دانيال، چې د کرمل د ابيجيل نه وو؛ 2درېم، ابىسلوم زوئ د معکه، چې د جشور د بادشاه د طلمى لور وه؛ څلورم، ادونيا زوئ د حجيت؛ 3پنځم، شفطيا، چې د ابيطال نه وو؛ شپږم، يترعام، چې د هغۀ د ښځې د عجله نه وو. 4دا شپږ زامن هغۀ ته په حبرون کښې پېدا شول، چرته چې هغۀ اووۀ کاله او شپږ مياشتې بادشاهى وکړه؛ او په يروشلم کښې هغۀ دېرش کاله بادشاهى وکړه. 5دا زامن هغۀ ته په يروشلم کښې پېدا شول: سمعى، سوباب، ناتن او سليمان، دا څلور واړۀ د عميئيل د لور د بتسبع نه وُو؛ 6او يبحار، اليسمع، اليفلط، 7نوجه، نافج، يافيع، 8اليسمع، اليدع او اليفلط، دا ټول نهه زامن وُو. 9دا ټول د داؤد زامن وُو، د هغۀ د داشتو د زامنو نه علاوه؛ او تمر د دوئ خور وه.
10د سليمان زوئ رحبعام وو؛ د هغۀ زوئ ابيا، د هغۀ زوئ آسا، د هغۀ زوئ يهوسفط، 11د هغۀ زوئ يورام، د هغۀ زوئ اخزيا، د هغۀ زوئ يوآس، 12د هغۀ زوئ امصيا، د هغۀ زوئ عزريا، د هغۀ زوئ يوتام، 13د هغۀ زوئ آخاز، د هغۀ زوئ حزقيا، د هغۀ زوئ منسى، 14د هغۀ زوئ امون، د هغۀ زوئ يوسيا. 15د يوسيا زامن: اول زوئ يوحنان؛ دوېم، يهوياقيم؛ درېم، صدقيا؛ څلورم، سلوم. 16د يهوياقيم زامن: د هغۀ زوئ يکونيا، د هغۀ زوئ صدقيا.
17د اسير يکونيا زامن: د هغۀ زوئ سالتىايل، 18ملکيرام، فدايا، شناصر، يقميا، هوسمع او ندبيا. 19د فدايا زامن: زربابل او سمعى. د زربابل زامن: مسُلام او حننياه، او د هغوئ خور سلومت، 20او حسوبه، اوهل، برکيا، حسديا او يوسبحسد، دا پنځه وُو. 21د حننياه زامن: فلطيا او يسعياه؛ د رفايا زامن، د ارنان زامن، د عوبديا زامن، د سکنياه زامن. 22د سکنياه زامن: سمعياه. د سمعياه زامن: حطوس، اجال، بريح، نعريا او سافط، دا شپږ وُو. 23د نعريا زامن: اليوعينى، حزقياه او عزريقام، دا درے وُو. 24د اليوعينى زامن: هوديا، الياسب، فلايا، عقوب، يوحنان، دلايا او عنانى، دا اووۀ وُو.