کاهنان په څلويښتو دوه ويشتو ډلو ووېشلے شول
کاهنان په پچه اچولو سره په څلېریشتو نوبتونو وېشل کېږي، د العازار کرښه او د ایتامار کرښه یو شان، ترڅو هېڅ کورنۍ د زموږ پلار په کور کې د غوره نوبت دعوه ونه کړي. پاتې لاویان هم همداسې پچې اچوي، د کورونو مشران له خپلو کشرانو ورونو سره یو شان چلند کېږي.
24 1دا د هارون د زامنو ووېشنه ده. د هارون زامن دا وُو: ندب، ابيهو، اليعزر او اِتامر. 2ندب او ابيهو د خپل پلار په ژوند مړۀ شول، او هيڅ زامن يې نۀ وُو، نو اليعزر او اِتامر د کاهن خدمت وکړو. 3داؤد هغوئ د اليعزر د اولاد صدوق او د اِتامر د اولاد اخيمَلِک په مرسته د هغوئ د مقررې خدمت د ترتيب مطابق ووېشل. 4د اليعزر د زامنو په نسب کښې د اِتامر د زامنو نه زيات سردار وموندلے شول، نو هغوئ داسې ووېشل شول: د اليعزر دپاره شپاړس د کورنيو سرداران او د اِتامر دپاره اته، د هغوئ د کورنيو مطابق. 5هغوئ ټول په قرعه سره، يو شان ووېشل شول، ځکه چې د مقدس ځائ عاملان او د زمونږ پلار عاملان د اليعزر او د اِتامر د زامنو نه وُو. 6د نتن اېل زوئ سمعياه چې يو لاوى منشى وو، هغه د بادشاه، عاملانو، صدوق کاهن، د ابياتر زوئ اخيمَلِک او د کاهنانو او لاويانو د کورنيو د سردارانو په مخکښې هغوئ وليکل، چې د اليعزر دپاره به يوه کورنۍ اخستلے کېده او د اِتامر دپاره به يوه.
7اوله قرعه د يهوياريب په نوم ووتله، دوېمه د يدعياه، 8درېمه د حاريم، څلورمه د سعوريم، 9پنځمه د ملکياه، شپږمه د ميامين، 10اوومه د هقوض، اتمه د ابياه، 11نهمه د يشوع، لسمه د سکنياه، 12يوولسمه د الياشيب، دولسمه د ياقيم، 13ديارلسمه د حُفه، څوارلسمه د يشَب اب، 14پنځلسمه د بِلجه، شپاړسمه د اِمير، 15اوولسمه د حيزير، اتلسمه د هفِزيض، 16نولسمه د فتحياه، شلمه د يحزقيل، 17يو ويشتمه د ياکين، دوه ويشتمه د جمول، 18درويشتمه د دِلايا او څلور ويشتمه د معزياه. 19دا د هغوئ مقررې دندې وې چې د زمونږ پلار په کور کښې يې خدمت کولو، د هغه ترتيب مطابق چې د هغوئ پلار هارون هغوئ ته ورکړے وو، لکه څنګه چې د اِسرائيل زمونږ پلار هغۀ ته حُکم کړے وو.
پاتې لاويان هم قرعه واچوله
20د لاوى د نورو زامنو نه دا وُو: د عمرام د زامنو نه شوبائيل او د شوبائيل د زامنو نه يحديا. 21د رحبياه نه: د رحبياه د زامنو نه يِشِياه چې اول وو. 22د يِضهاريانو نه شلوميت او د شلوميت د زامنو نه يحَت. 23د حبرون زامن دا وُو: يَرياه چې اول وو، امرياه دوېم، يحزيئيل درېم او يقمعام څلورم. 24د عُزيئيل زامن: ميکاه او د ميکاه د زامنو نه شامير. 25د ميکاه ورور يِشِياه او د يِشِياه د زامنو نه زکرياه. 26د مِراري زامن: محلى او مُوشى. د يعزياه زوئ: بينو. 27د مِراري د زامنو نه د يعزياه په وسيله: بينو، شوهم، زکور او عِبري. 28د محلى نه: اليعزر چې هيڅ زامن يې نۀ وُو. 29د قيس نه: د قيس د زامنو نه يرحمئيل. 30د مُوشى زامن: محلى، عيدر او يريموت. دا د خپلو کورنيو مطابق لاويان وُو. 31هغوئ هم د خپلو خپلوانو د هارون د زامنو په شان د داؤد بادشاه، صدوق، اخيمَلِک او د کاهنانو او لاويانو د کورنيو د سردارانو په مخکښې قرعه واچوله، چې د هرې کورنۍ سردار د خپل کشر ورور په شان وو.