ورونه چې په يوځائ اوسيږى
د ختو سندره، د داؤد.
درې آیتونه چې د کورنۍ یووالی انځوروي: د هارون پر سر تېل چې پر ږیره او ګرېوان یې لاندې بهېږي، او د حرمون پرخه چې د صیون پر غونډیو پرېوځي. دواړه انځورونه یو څه ښيي چې له خپلو څنډو اوړي — او هلته زموږ پلار د برکت امر وکړ.
څپرکی 133.
133 1وګورئ چې کله ورونه په يووالى کښې سره اوسيږى نو دا څومره ښۀ او څومره خوندور وى! 2دا د سر د هغه قيمتى تيلو په شان دے چې په ږيره راکوزيږى، د هارون په ږيره، چې د هغۀ د جامو تر ګرېوانه راکوزيږى. 3دا د حرمون د پرخې په شان دے چې د صيون په غرونو راپريوځى. ځکه چې هلته زمونږ پلار د برکت امر وکړو — د تل دپاره ژوندون.